د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

چارواکي: روسي ځواکونو د کییف پر بېلابېلو برخو د بې پېلوټه الوتکو حمله کړې


د اوکراین د پلازمېنې کییف د پوځي ادارې مشر سرهی پوپکو په ټلېګرام کې پر کییف د روسیې د تېرې شپې حمله د 'دښمن بله حمله' بللې ده.
د اوکراین د پلازمېنې کییف د پوځي ادارې مشر سرهی پوپکو په ټلېګرام کې پر کییف د روسیې د تېرې شپې حمله د 'دښمن بله حمله' بللې ده.

روسي ځواکونو تېره شپه هم د اوکراین د پلازمېنې پر بېلابېلو برخو د بې پېلوټه الوتکو حمله کړې ده.

د اوکراین د پلازمېنې کییف د پوځي ادارې مشر سرهی پوپکو په ټلېګرام کې پر کییف د روسیې د تېرې شپې حمله د 'دښمن بله حمله' بللې ده.

هغه لیکلي، چې دا مهال په دې حمله کې د احتمالي مرګ ژوبلې په باب معلومات په لاس کې نه‌شته.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې په کییف کې نن سهار وختي پر ځايي وخت ۲ بجې د هوايي حملو د خطر زنګ وغږول شو.

وروسته په کییف کې د چرو د لوېدو له کبله د یوه ملکي کس د سطحي ټپي کېدو راپور ورکړل شو.

د اوکراین د هوايي دفاع ځواکونو نن په ټلېګرام کې لیکلي، چې پر اوکراین ۸ بې پېلوټه الوتکې او د کالیبار په نوم درې کروز میزاییل ویشتل شوي وو، چې ټول ویشتل شوي او نابود کړای شوي دي.

د اوکراین د لوی درستیز دفتر نن په خپلو ورځنیو اطلاعاتو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د اوکرایني او روسي ځواکونو ترمنځ د ۴۶ وسله والو شخړو راپور ورکړی دی.

د ازادې اروپا / ازادي راډیو د سختو جګړو په ساحو کې د جګړې د یوه لوري ادعا هم په بې پرې ډول نه شي تاییدولی.

یو وار بیا د دونیڅک سیمې پر لیمن، باخموت او ماریینکا ښارونو د جګړو د تمرکز راپور ورکړل شوی دی.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د هسپانیا له صدراعظم پیدرو سانچز سره پرون شنبه په یوه خبري کنفرانس کې وویل، داسې جدي ګواښ شته چې روسیه ښايي د زاپوریژیا په نوم لویه اټومي بټۍ کې یوه چاودنه وکړي.

نوموړي ويلي: "یو جدي ګواښ موجود دی، ځکه روسیه په تخنیکي لحاظ دې ته چمتو شوې، چې په زاپوریژیا اټومي بټۍ کې یوه چاودنه وکړي، چې دا کار به د اټومي وړانګو د خپرېدو سبب شي."

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

زیلینسکي تېره شپه په خپله ویډیويي وینا کې ویلي، پرون یې په ریفني اټومي بټۍ کې له امنیتي او د اټومي انرژۍ له چارواکو سره پر کلیدي مسایلو د خبرو لپاره وکتل.

د اوکراین پوځ تر دې مخکې ادعا کړې وه، چې روسیې په زاپوریژیا اټومي بټۍ کې چې د اروپا په سطحه تر ټولو لوی اټومي تاسیسات ګڼل کېږي، ماینونه ایښي دي.

په بل راپور کې، د رسنیو هغه ډله چې د روسیې د اجیرو سرتېرو د شرکت مشر یفګیني پریګوژین یې کنټرولوي، تړل شوې ده.

دا ظاهراً د دې شتمن کس په وړاندې د هغه څه ځوابي اقدام ګڼل کېږي، چې د جون پر ۲۴مه د هغه په رهبرۍ د روسیې په وړاندې لنډمهاله بغاوت ګڼل کېږي.

د پریګوژین د 'ریا فن' په نوم د خبري ویبسایټ مشر یفګیني زوباریف پرون ناوخته د دلیل په باب د جزییاتو له ورکولو پرته د دې کمپنۍ د بندېدو اعلان وکړ.

دغه ویبسایټ د پریګوژین د مطبوعاتي ډلې تر ټولو مخکښه رسنۍ ګڼل کېدله، چې عموماً په کې وطنپالنه پالل کېدله او د کرملین پلوي یې کوله.

په دې وېبسایټ کې د یفګیني پریګوژین مثبت فعالیتونه منعکس کېدل او د هغه پر سیالانو لکه د سنټ پټرزبرګ پر والي الکساندر بیګلوف یې انتقادونه کول.

XS
SM
MD
LG