د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

طالب چارواکي له افغانستانه د وسلو د قاچاق په اړه یوه خوله نه دي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

پاکستان او ایران ته د وسلو، مهماتو او پوځي موټرو د قاچاق په اړه د اندېښنو دوام او ورته بېلابېلې څرګندونې شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت پرون وویل، یو مازدا موټر یې نیولی چې په کې وسلې او مهمات پاکستان ته قاچاق کېدل.

خو د دې خبر له خپرېدو وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې په کې د افغانستان د پوځ لپاره د امریکا له‌خوا مرسته شوي مرمۍ ضد ټانکونه د پاکستان پر سړکونو لیدل کېږي.

تازه یوه بله ویډیو هم خپره شوې چې په کې ښکاري د امریکا جوړ شوي مرمۍ ضد ټانکونه چې سپین بیرغ هم پرې ځړېدلی، تهران کې ولاړ دي، خو د دې ویډیوګانو کره نېټه معلومه نه ده چې کلهاو د چا له‌خوا ثبت شوي دي.

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم وايي، دا ویډیوګانې د پخواني حکومت د هغه مهال دي چې امریکايي عسکرو خپل تجهیزات د پاکستان له لارې لېږدول، خو د وسلو د قاچاق په اړه بیا د دوی حکومت هم یوه خوله نه دی.

د وسلو په قاچاق کې تر ټولو مهمه موضوع د ۱۴۰۰ M4 امریکايي ټوپکو ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستی که څه هم مني چې د وسلو قاچاق شوی او په تور یې ځینې کسان هم نیول شوي، خو له دې شمېر سره مخالفت ښيي.

دی وايي: "اسلامي امارت به هېڅ‌کله هم چا ته اجازه ور نه کړي چې وسلې قاچاق کړي. موږ انکار نه کوو چې نه به وي قاچاق شوي، خو په کلکه یې مخه هم نیول شوې ده. زموږ تعهد دا دی چې هېڅ‌کله به هم څوک پرې نه ږدو. ډېر کسان مو د وسلو د قاچاق له امله نیولي دي. "

خو د ښاغلي خوستي د څرګندونو برعکس، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د د معلوماتي ټکنالوژۍ یا ای‌ټي رییس خیرالله شینواری په یوه ډول د ۱۴۰۰ M4 امریکايي ټوپکو قاچاق تاییدوي.

ښاغلي شینواري په خپله ټویټرپاڼه د وسلو قاچاق کوونکو ته د بې‌ننګه خطاب کړی او پوښتنه یې کړې چې څه ډول داسې کسان پیدا شول چې ۱۴۰۰ ټوپک یو ځل قاچاق کړي؟

هغه قاچاق کوونکو ته د سختې سزا غوښتنه کړې.

د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رییس شفیع اعظم هم مني چې د وسلو د قاچاق موضوع طالبان ښورولي دي. هغه په خپله ټویټرپاڼه قاچاق کوونکو ته د خاین خطاب کړی.

دا موضوع د ټولنیزو رسنیو پراخ غبرګون په ځان پسې لري، ټویټر او فېسبوک کې د وسلو د قاچاق د مخنیوي پراخ کمپاین پیل شوی او له طالب چارواکو غوښتنه شوې چې قاچاق کوونکي خلکو ته ور وپېژني.

هغه پوښتنه چې په ټولنیزو رسنیو کې له طالب چارواکو پوښتل شوې دا ده چې څه ډول د هګۍ او چرګې غل مخ توری په ښار کې ګرځول کېږي، خو د وسلو او مهماتو غل، لا معلوم هم نه دی؟

د جمهوري نظام له سقوط وړاندې، افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ډېر شمېر پرمختللې امریکايي وسلې، مهمات او وسایط لرل چې اوس ټول د طالبانو په واک کې دي.

د امریکا تر ټولو لویه اندېښنه د ترهګرو ډلو لاس ته د دې وسلو لوېدل و، له همدې امله یې افغانستان نه له تګ وړاندې له دې وسلو او تجهیزات ځینې ویجاړ کړل.

خو طالبان بیا دا خبره کوي چې نه یوازې له دې وسلو ساتنه کوي، بلکې له دې پرته د یوې پرمختللې اردو لپاره نورو وسلو ته هم اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG