د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

ملګري ملتونه: د طالبانو فرمانونو د خیریه موسسو چارې له ستونزو سره مخ کړي


ارشیف: په هرات کې د ملګرو ملتونو یوه کارکوونکې د مرستو لپاره د بې وزله مېرمنو ثبت او راجستر کوي.
ارشیف: په هرات کې د ملګرو ملتونو یوه کارکوونکې د مرستو لپاره د بې وزله مېرمنو ثبت او راجستر کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان یا 'ایف اې او' چارواکي وايي، د طالبانو بېلابېلو فرمانونو په تېر څه باندې یو نیم کال کې د خیریه موسسو چارې له سختو ستونزو سره مخ کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان مشر ریچارډ ټرینچرډ وايي ،د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر راهیسې د طالبانو څه باندې ۱۷۳ فرمانونو په افغانستان کې خیریه چارې له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

هغه د پنجشنبې په ورځ له امریکا غږ سره په یوې مرکه کې ویلي: "له عملیاتي اړخه افغانستان یو ستونزمن ځای دی، خو ښځې یو مهم رول لوبوي، دوی نه یوازې د ټولنې په کچه نورو ښځو ته بشري مرستې برابروي، بلکې په کورني کچه، څاروي ساتي او خپلو کورنیو ته خواړه برابروي."

د افغانستان لپاره د 'ایف اې او' مشر د طالبانو له لوري وروستیو فرمانونو کې په ځانګړي ډول د ښځو پر کار او د نجونو پر زده کړو بندیز ته اشاره کوي او وايي، چې دغې چارې په افغانستان کې د بشري عملیاتو لپاره چاپېریال له ننګونو سره مخامخ کړی دی.

د هغه په خبره، په دغه هېواد کې د فزیکي امنیت د ښه کېدو سره سره د خوراکي توکو ناامني موجوده ده.

په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان. October 20, 2021
په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان. October 20, 2021

خو يو شمېر هغه اړمن کسان، چې بشري مرستې ورته په سمه توګه او یا هم بیخي نه دي ور رسېدلي له دغه وضعیت نه شکایت کوي.

د کابل ښار اوسېدونکی نعمت وايي، له هغې ورځې چې طالبان پر افغانستان کې واکمن شوي تر اوسه یې ان نوم د مرستو په لېست کې نه دی شامل شوی.

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې له دغه وضعیت نه ناخوښي وښوده.

هغه وویل: "تاسو باور وکړئ، دومره کومکونه چې زموږ هېواد ته راغله بل هېڅ ځای ته به نه وي تللي، خو موږ ترې هېڅ هم ونه لیده، نه په لېست کې شامل شوی یم او نه هم دا کار راته چا کړی دی، تر اوسه مو هېڅ هم نه دي لیدلي."

د سمنګان ولایت اوسېدونکې چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وایي، په تېر جمهوري نظام کې د دولت کارکونکې وه او له هغې ورځې چې له دندې لرې شوې ژوند یې له سختو ستونزو سره مخ دی.

هغې ازادي راډیو ته وویل: "زه د تېر حکومت یو له هغه کارکوونکو څخه یم چې له دندې لرې شوې یم او اوس په یو کرايي کور کې په ډېر بد وضعیت، نامعلوم برخلیک او په سختو اقتصادي ستونزو کې ژوند کوم. دغه بشري مرستې چې افغانستان راځي موږ اصلاً نه پوهېږو چې چاته ورکول کېږي. موږ له هېڅ ډول مرستو نه یو برخمن شوي."

په کابل کې د یوې کورنۍ دسترخوان. Aug. 30, 2022
په کابل کې د یوې کورنۍ دسترخوان. Aug. 30, 2022

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان مشر همدا راز ویلي، دوی په تېر میلادي کال کې ۶ میلیونه کروندګرو، ښځو او کوچنیانو سره مرسته کړې او سږ کال هم ۸ میلیونه خلکو سره مرستې ته دوام ورکوي.

د دغه سازمان مشر همدا راز زیاتوي، له دې ټولو هلو ځلو سره سره، افغانستان بیا هم د خوراکي ناامنۍ له اړخه د نړۍ بدترین ناورین سره مخامخ هېواد دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې طالبانو پر افغانستان د دوهم ځل واکمنۍ له پیل وروسته پر ښځو او نجونو د زده کړو او کار تر څنګ ترڅنګ بېلابېل محدویتونه لګولي، چې د نړیوالو له توندو غبرګونونو سره مخ شوي، خو طالبان خپلې دغه پرېکړې بېرته نه دي اخیستي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG