د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

کاناډا له افغانانو سره د مرستو رسولو په خاطر جزايي قانون کې تعدیل راولي


CANADA-ELECTION/
CANADA-ELECTION/

د کاناډا حکومت پرون اعلان وکړ چې افغانانو ته د بشري مرستو رسولو په خاطر په جزايي قانون کې تعدیل راولي.

د کاناډا حکومت د پنجشنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ چې د جزا په قانون کې اصلاحات راولي، څو د کاناډا بشري مرسته رسوونکو سازمانونو ته اجازه ورکړي چې بې‌وزلو او اړمنو افغانانو ته مرستې ورسوي.

د کاناډا د حکومت په اعلامیه کې چې پرون ناوخته یې په رسمي‌ ویبپاڼه خپره شوې لیکل شوي: "د افغانستان د اسلامي جمهوریت نسکورېدو د افغانانو لپاره یو ځانګړی او ناوړه وضعیت رامنځته کړ او اوس د کاناډا د جزا په قانون کې بدلون ته اړتیا ده، څو د بشري مرستو په ګډون نړیوالو مرستو ته اجازه ورکړل شي."

کاناډا طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني او وايي، په زور یې قدرت نیولی؛ هغه څه چې د دې هېواد د اوسني قوانینو په رڼا کې د کاناډا حکومت او سازمانونو ته اجازه نه ورکوي چې افغانستان سره مرستې وکړي.

خو د خپرې شوې اعلامیې پر بنسټ، قانون کې نوي بدلونونه به کاناډايي سازمانونو ته وړتیا ورکړي چې افغانانو ته ډېرې اړینې مرستې ورسوي، په داسې حال کې چې د ترهګرۍ ضد قوانین به خوندي وساتل شي.

د کاناډا د حکومت په اعلامیه کې دا بدلونونه له افغانانو سره د کاناډا د ژمنو او ملاتړ پایله بلل شوې او زیاتوي، دا بدلون په راتلونکې کې هغو کسانو ته کاناډا کې د مېشتېدنې زمینه هم برابره کړي چې ژوند یې د طالبانو له‌خوا له ګواښ سره مخ دی.

په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان. October 20, 2021
په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان. October 20, 2021

د ملګرو ملتونو سازمان رسمي شمېرې ښيي چې نږدې ۲۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې دا سازمان ادعا لري چې په تېر ۲۰۲۲ کال کې بیا ۲۳ میلیونه افغانانو ته له وړاندې دا مرستې رسول شوي دي.

که څه هم د بې‌وزلو فریاد هره ورځ پورته کېږي، خو یو مهم بحث د دې مرستو د وېش څرنګوالی دی.

د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی میرمحمد وايي، مرستې په واسطه لرونکو او هغوی وېشل کېږي چې مستحق نه‌دي.

هغه وویل: "هغه کس ته ورکړل شوې چې دوه موټرونه لري، دوه دکانونه لري، هغه کس ته ورکړل شوې چې لس لکه دوولس لکه حصول اخلي. غریبان ټول پاتې شول، یوه دانه ته مرستې ورکړل شوې وي، نورو ته کارټونه نه‌دي ورکړل شوي. مرستې شفافې نه‌وې."

د زابل د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی نبي‌الله هم وايي، د موسسو کارکوونکي د هغوی لاسنیوی کوي چې ورسره اړیکه لري.

بې‌وسه او اړمنو ته مرسته نه رسېږي.

هغه وویل: "تر ډېره د هغو کسانو لاسنیوی کوي چې مستحق نه‌دي. که څوک د موسسې کارمند سره همکاري کوي، ډوډۍ ورکوي، راشه درشه ورسره لري، ټولې مرستې په همدې کسانو توزېع کېږي. بې‌وسه او اړمنو ته مرسته نه رسېږي."

د مرستو په اخیستو کې د طالب چارواکو د لاسوهنې په اړه هم پراخ شکایتونه شته، خو طالبانو تل رد کړي دي.

کاناډا داسې مهال افغانانو ته د مرستو رسولو په برخه کې یو مثبت ګام اخلي چې پرون اوچا ادارې پر نړیوالو غږ وکړ چې له افغانانو سره له بشري مرستو لاس وانه‌خلي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې په ۲۰۲۳ کال کې له ۲۳،۷ میلیون افغانانو سره د بشردوستانه او د خوندیتوب د مرستو لپاره د ۴،۶ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه هم کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG