د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

طالبانو افغان شاعر، نقاش او انځورګر 'حسیب احراري' له خپله کوره نیولی


حسیب احراري
حسیب احراري

د شاعر، نقاش او انځورګر حسیب احراري خپلوان وايي، چې طالبانو احراري تېره پنجشنبه له خپل کور څخه بیولی دی.

د حسيب احراري يوه خپلوانه چې د امنيتي ستونزو له امله نه‌غواړي راپور کې يې نوم واخيستل شي وايي: "اووه، اته میاشتې وړاندې ایران ته تللی و، تقریباً دوه اوونۍ مخکې چې بېرته راغی ونیول شو."

نوموړې وايي، احراري د کابل ښار په ۳۱۵ سيمه کې له خپل کور څخه د طالبانو د استخباراتو له‌خوا نيول شوى دى.

د دې په خبره طالبان د سهار په پنځه بجو د حسيب احراري کور ته ننوتل، کله چې هغه او کورنۍ يې له خوبه راويښ شول او له طالبانو څخه یې د دوی کور ته د تګ لامل وپوښت، هغوی ورته وويل چې تالاشي ته راغلي، سره له دې چې دوی د احراري په کور کې یې هېڅ شی پیدا نه‌کړل، خو بیا یې هم هغه له ځان سره یووړ.

د احراري د دغې خپلې په وینا، طالبانو د حسیب احراري او د هغه د مېرمنې موبايلونه هم له ځانه سره وړي دي.

يادې مېرمنې ازادي راډيو ته وویل: "له شعر، نقاشۍ او انځورګرۍ څخه یې پرته نور هېڅ سياسي فعاليت نه درلود، د کابل د استخباراتو له‌خوا نيول شوى دی. نه پوهېږم چې چېرې دی، ځکه دوى موږ ته نه وايي. نن څلورمه ورځ ده چې د طالبانو له‌خوا نیول شوی دی. هېڅ ګناه نه‌لري. هغه بې‌ګناه دی. د شرایطود بدلون له امله یې هېواد پرېښود، ایران ته لاړ او بېرته هېواد ته راستون شو، یوازې له همدې امله ونیول شو. له دې زیات زه نه پوهېږم چې ولې ونیول شو."

شاعر، نقاش او انځورګر حسیب احراري
شاعر، نقاش او انځورګر حسیب احراري

د حسیب احراري خپلوان وايي، چې د هغه وضعیت ته اندېښمن دي.

دوی احراري بې‌ګناه بولي او له طالبانو غواړي چې دغه شاعر او انځورګر ژر تر ژره خوشې کړي.

د حسیب احراري د نیول کېدو د لامل او پر هغه باندې د تور په اړه مو د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد او د طالبانو د استخباراتو له ویاند خلیل همراز څخه هم وپوښتل، خو دوی د دغه راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

حسیب احراري د پنجشېر ولایت د عناب ولسوالۍ اوسېدونکی دی او اوس په کابل کې اوسېده.

ویل کېږي احراري پلان درلود چې له ایران څخه له راستنېدو وروسته د خپلو شعرونو یو کتاب خپور کړي.

د پوهنې د برخې فعال مطیع الله ویسا چې څو اوونۍ کېږي د طالبانو په بند کې دی.
د پوهنې د برخې فعال مطیع الله ویسا چې څو اوونۍ کېږي د طالبانو په بند کې دی.

د حسیب احراري خپلوان انتقاد کوي او وايي، نوموړی په داسې حال کې د طالبانو د استخباراتو له‌خوا نیول شوی، چې د طالبانو حکومت تل ویلي د افغانستان د اتباعو امنیت تضمین دی او هغه کسان چې د پخواني رژیم له نسکورېدو وروسته له افغانستانه وتلي دي، بېرته هېواد ته ستنېدلی شي.

تر دې مخکې هم د طالبانو د حکومت له لوري د یو شمېر فرهنګي، ټولنیزو، سیاسي، مدني او نورو بېلابېلو برخو د فعالانو او ژورنالېستانو د ګواښولو، وهلو، نیولو، شکنجې او زنداني کېدو راپورونه خپاره شوي دي.

یو شمېر دوی له لنډې مودې توقیف وروسته خوشې شوي، خو د پوهنې د برخې فعال مطیع‌الله ویسا او د خبریال مرتضی بهبودي په ګډون یو شمېر نور لا هم د طالبانو په بند کې دي او کورنۍ یې وايي، د دوی په اړه ورته هېڅ معلومات نه‌شته.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG