د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

د یوه فعال ناڅرګند برخلیک؛ حفیظي: د ویسا لپاره د مدافع وکیل د نیولو هڅې ناکامې شوې


د پوهنې د برخې فعال او د قلم لار بنسټ مسوول مطیع الله ویسا د مارچ په ۲۷مه په کابل کې د طالبانو له‌خوا نیول شوی دی.
د پوهنې د برخې فعال او د قلم لار بنسټ مسوول مطیع الله ویسا د مارچ په ۲۷مه په کابل کې د طالبانو له‌خوا نیول شوی دی.

که څه هم له دوو میاشتو زیاته موده کېږي، چې د طالبانو حکومت د پوهنې برخې فعال مطیع‌الله ویسا نیولی، خو تر اوسه یې هم برخلیک معلوم نه‌دی.

د هغه همکاران، د نوموړي ژر خوشې کېدل غواړي.

یو له دوی چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه د دې پر ځای چې د خلکو او حکومت له‌خوا وستايل شي او ملاتړ یې وشي، داسې ونیول شو چې په اړه یې له رسنیو، کورنۍ او یا هم ملګرو سره هېڅ معلومات نه‌دي شریک شوي. مونږ غواړو مطیع‌الله خوشې شي او د هغه د کارونو ستاينه وشي."

دغه شان د کندهار ولایت یو اوسېدونکی عبدالرحمن، چې له مطیع‌الله ویسا سره یې د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته د ښوونیزو فعالیتونو د پراختیا په موخه سفرونه کړي، ازادي راډیو ته وویل: "مطیع‌الله ویسا د پوهنې د پراختیا لپاره هڅه کوله، په همدې موخه یې ولسوالیو، کلیو او لرې پرتو سیمو ته سفرونه کړي، هيڅ سیاسي فعالیت یې نه درلود. د هغه نیول او دا چې له کورنۍ او نورو سره یې هېڅ معلومات نه‌دي شریک شوي، مناسب کار نه‌دی."

د قلم لار بنسټ مسوول او د پوهنې د برخې فعال مطیع‌الله ویسا، چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو په ځانګړې توګه په جنوبي ولایتونو کې د ماشومانو د زده‌کړې لپاره د کمپاینونو او ګرځنده ټولګیو د پیلولو په برخه کې فعالیت درلود، په دې وروستیو کې یې د نجونو د زده‌کړو د حق لپاره هڅې کولې.

ښاغلی ویسا د مارچ په ۲۷مه په کابل کې د طالبانو د حکومت له‌خوا ونیول شو.

د طالبانو حکومت ویلي چې ویسا د غیر قانوني او د نظام ضد فعالیتونو په تور نیول شوی، هغه ادعا چې د ده کورنۍ رد کړې ده.

د قلم لار بنسټ غړې مرضیې حفیظي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د ښاغلي ویسا له نیول کېدو څه باندې دوه میاشتې تېرې شوي، خو په خبره یې، هغه لپاره د مدافع وکیل د نیولو هڅې ناکامې شوې دي.

نوموړې وايي: "په دوه میاشتو کې د ویسا د کورنۍ له‌خوا ډېرې هڅې وشوې څو ورته وکیل ونیول شي او قضیه یې وڅېړل شي. خو طالبان اجازه نه ورکوي چې ویسا وکیل ولري یا قضیه یې مخته ولاړه شي. موږ پر دې کار کوو چې ژر تر ژره د ویسا د نیولو موضوع واضح کړو."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد او د هغه مرستیال بلال کریمي تازه په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو د حقوقي چارو پوه محمد عظيم صافى وايي، د ملي او نړيوالو قوانينو له مخې د مدافع وکيل درلودل د تورن له اساسي حقونو څخه دي او د عدالت د تامين لپاره اړين دي.

صافی وايي: "مدافع وکیل له یوې خوا د تورن د حقونو د تامین لپاره اغېزمن دی او له بلې خوا د رښتیني عدالت د تامین لپاره د مدافع وکیل درلودل اړین دي. په عین حال کې پولیس مکلف دي چې تورن ته د نیولو پر مهال څرګنده کړي چې ته د کوم تور پر بنسټ نیول کیږې."

د یادونې ده، چې مخکې تر دې د بشري حقونو د دفاع ګڼو بنسټونو د مدني او بشري حقونو د فعالانو، خبریالانو، د طالبانو پر ضد د اعتراض کوونکو او مظاهره کوونکو ښځو پر نیول کېدو سخت انتقادونه کړي دي او د دوی ژر تر ژره خوشې کېدل یې غوښتي دي.

دوی په وار وار له طالبانو غوښتي چې د مطیع‌الله ویسا په ګډون ټول هغه فعالان خوشې کړي چې د دوی په خبره پرته له کوم جرمه نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې د مطیع‌الله ویسا او افغاني الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي په ګډون د بېلابېلو یو شمېر نورو برخو فعالان هم دا مهال د طالبانو په بند کې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG