د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

کندهار کې د خوښيو پر مراسمو بنديزونه؛ يو شمېر مېرمنې يې اندېښمنې کړي


ارشیف، په افغانستان کې د واده مراسم
ارشیف، په افغانستان کې د واده مراسم

د طالبانو د حکومت د کندهار د امربالمعروف نوي ټاکل شوي رییس مولوي عبدالحی عمري ته منسوب خپرو شويو کلیپونو په دغه ولایت کې د یو شمېر مېرمنو اندېښنې را پارولي.

په دغو کلیپونو کې مولوي عبدالحي عمري د کندهار د یو شمېر ولسوالیو امنیتي مسوولانو ته لارښوونه کوې چې ښځو ته اجازه ورنه‌کړي ترڅو په ودونو کې دریا ووهي او سندرې واوري.

په يادو صوتي کلیپونو کې ټنګار شوی، که د چا له کوره د دریا غږ راوځي نو د هغه کور څښتن دې ونیول شي او د سندرو د اورېدو په صورت کې دې د هغه کور ښځه بندي شي.

په يوه کليپ کې ويل شوي: "که په واده کې چا دریا واهه د واده څښتن بندي کړئ ترڅو چې یې دریا یې نه وي راوړی. که هلکانو ربابونه وهل او بانډارونه یې کول مه یې پرېږدئ او که ښځو ډېک چالانه کړی و او رقص یې ورته کاوه کور والا ښځه بوځئ او بندي یې کړئ."

د کندهار د امربالمعروف رییس ته په منسوب دغه راز یو بل صوتي پیغام کې د واده د شپې د نکریزو پر وړلو هم بندیز لګول شوی.

دې غږيز کليپ کې ويل شوي: "دا د نکریزو لپاره چې دا ښځې وځي دا مه پرېږدئ بندي یې کړئ، که ورسره مخامخ شوئ، موټرچلوونکی یې ونیسئ دا ټولو ته امر دی. کوښښ وکړئ چې د علماو په واسطه هم خبره ورته وکړئ او خپله هم اجازه مه ورکوئ."

په کندهار کې یو شمېر مېرمنې د خوښیو پر مراسمو د طالبانو دا ډول محدودیتونه د اندېښنې وړ بولي.

د کندهار يوه اوسېدونکې چې د امنيتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم يې ياد شي وايي، په ودونو کې دریا وهل او د نکریزو شپه نمانځل د ښځو یوازنی هوس دی.

دا مېرمن وايي: "دا د ښځو یو شوق او هوس دی، پر دې وېرېږو چې د ښځو زېږول بند نه‌کړي، مکتبونه یې بند کړه، حمامونه یې بند کړه، پوهنتونونه یې بند کړه، کورسونه یې بند کړه."

د کندهار یوه بله اوسېدونکې چې خپل مستعار نوم راحله ښيي وايي، ودونه او کوژدې ځکه ښادۍ او د خوښۍ مراسم بلل کېږي چې ښځې په‌کې دریې وهي سندرې اوري او نورې خوشحالۍ کوي.

نوموړې وايي: "موږ د خدای ج عبادت هم کوو، نعتونه هم اورو خو په ودونو کې ساز او سرود هم اورو. که زما د ورور واده وي زه د ورور واده په نعتونو نه‌شم نمانځلای."

طالبانو په رسمي ډول د کندهار د امربالمعروف د رییس د دې صوتي پیغامونو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو تر دې مخکې یې د ودونو په صالونونو کې پر موسیقي غږولو بندیز لګولی و.

دریا یا تمبل وهل په افغانۍ ټولنه کې له پېړیو راهیسې رواج لري چې ښځي یې په ودونو، اخترونو، مېلو او د خوښیو په نورو مراسمو کې وهي.

دغه راز د افغانستان په جنوبي سیمو کې د ناوې او زوم لپاره د نکريزو وړل یو پخوانی دود دی چې د واده څخه یوه شپه مخکې د زوم د کورنۍ له‌خوا د ناوې کورنۍ ته نکریزې وړل کېږي چې دا په واده کې تر ټولو د خوشحالۍ شپه ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG