د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

رسنۍ: په افغانستان کې د هند پروژې له خنډ سره مخ شوي


د هند ملي بیرغ
د هند ملي بیرغ

هند وايي، په افغانستان کې یې د بیا رغونې د پروژو چارې له خنډ سره مخ شوې دي.

په داسې حال کې، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې طالبانو په وار وار ویلي چې اوس افغانستان امن او د هر ډول پروژو او پانګونې لپاره په کې زمینه برابره ده، تازه هند ویلي چې په یاد هېواد کې د ناسم سیاسي او امنیتي وضعیت له امله د دوی د بیا رغونې پروژې له خڼد سره مخ شوې دي.

د هند ان ډي ټي وي خبري شبکې په خپل یوه راپور کې ویلي، د هند د بهرنیو چارو وزارت چارواکو دا خبره د پارلمان یوې غونډې ته کړې ده.

په راپور کې ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي چې دا خبره د هند د بهرنیو چارو وزارت کوم چارواکي کړې او نه هم د پروژو د شمېر په اړه څه ویل شوي.

ازادي راډیو د هند د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره د خبره کولو هڅه هم وکړه، خو اړیکې ځواب نه شوې.

خو د ۲۰۲۰ کال په نومبر په میاشت کې په جینوا کې د افغانستان په اړه په کنفرانس کې د وینا پر مهال، د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر ویلي و: "هند په افغانستان کې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې له ۴۰۰ څخه زیاتې پروژې پیل کړې دي."

د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر
د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر

نوموړي هغه مهال زیاته کړې وه، چې هند په افغانستان کې د بېلابېلو پرمختیايي پروژو له لارې تر ۳ میلیارده ډالرو زیاته پانګونه کړې ده.

په دغو پروژو کې د سړکونو، بندونو، د برښنا د لېږد لینونو، سب سټېشنونو، ښوونځيو او روغتونونو جوړول شامل دي.

خو د طالبانو د اقتصاد وزارت وايي، په وروستیو کې د هندي چارواکو له‌خوا دوی ته د نیمګړو پروژو د چارو د بیا پیلېدو او بشپړېدو ډاډ ورکړل شوی.

د دې وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب ازادي راډیو ته وویل: " هندوستان د مخکېنۍ هوکړې پر بنسټ افغانستان سره د ۵۷۷ پراختیایي پروژو مالي ژمنه درلوده چې له دغو پروژو څخه یو شمېر یې نیمګړې پاتې دي او تکمیل شوې نه‌دي، البته دا پروژې په بېلابېلو سکټورونو کې دي چې له څه د پاسه یو نیم کال راهیسې د دغو پروژو کار متوقف و."

تر دې مخکې بیا د طالبانو حکومت د ښار جوړونې وزارت ویلي و چې تمه ده هند په افغانستان کې پر ۱۲ پروژو کار پیل کړي.

د اقتصادي چارو پوه عبدالبصیر رېښتیا په ټوله کې په افغانستان کې د بېلابېلو پروژو پیل، په ځانګړي ډول د هند د بیا رغونې پروژو بیل د دغه هیواد د اقتصاد د ښه کېدو او خلکو ته د کاري زمینو د برابرولو په برخه کې مهمې ګڼي.

هغه وویل: "کله چې د افغانستان سیاسي نظام تغیر وکړ، په افغانستان باندې ځینې تعزیرات وضع شول. ۷۵۰۰ پروژې چې د نړیوال بانک لخوا تمویلیدې او ۵۰۰ پروژې چې د هند لخوا تمویلیدې متاسفانه ودرول شوې. د افغانستان اقتصاد چې نړیوالو مرستو پورې تړلی و هم په تبه ودرېد. نو اوس که چېرته دا پراختیايي، بنسټیزې او پرمختیايي پروژې تمویلېږي او تطبیقیږي خلکو ته د کار زمینه پیدا کېږي، بازارونو کې رونق راځي او خصوصي سکتور هم کولای شي خپل عادي فعالیتونه له سره پیل کړي او په نتیجه کې یو ځل بیا اقتصادي فعالیتونه په عادي ډول بیرته پیلېږي."

د یادونې ده، چې هند په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته په افغانستان کې خپل ډیپلوماټیک فعایتونه هم ودرول، خو په کابل کې یې په خپل سفارت کې یوازې یو تخنیکي ټیم ځای پر ځای کړ او بشري مرستې یې کړې دي.

په پلازمېنه کابل کې د پارلمان د نوې ودانۍ جوړول، د حبیبې لېسې بیا رغول او د اندراګاندي د ماشوم د روغتیا انسټېټوټ جوړول په افغانستان کې د هند له لویې پروژو ګنل کېږي.

د افغانستان د پارلمان ودانۍ چې د هند په مالي مرسته جوړه شوې ده.
د افغانستان د پارلمان ودانۍ چې د هند په مالي مرسته جوړه شوې ده.

هند داسې مهال په افغانستان کې د ناسم سیاسي او امنیتي وضعیت له امله د خپلو پروژو په وړاندې د خنډ خبره کوي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو راهیسې هم د چاودونو او بریدونه لړۍ نه ده درېدلې او لا هم له ملکیانو قرباني اخلي.

XS
SM
MD
LG