د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

ساینسپوهان د شمالي قطب د څو پېړیو کنګلونو نمونې ذخیره کوي


د ساینسپوهانو ټیم چې په کې ایټالویان، فرانسویان او نارویژیان شامل دي، خپل څېړنیز کمپ د ناروې په سوالبارډ ټاپو کې درولی دی.
د ساینسپوهانو ټیم چې په کې ایټالویان، فرانسویان او نارویژیان شامل دي، خپل څېړنیز کمپ د ناروې په سوالبارډ ټاپو کې درولی دی.

ساینسپوهان هڅه کوي چې د شمالي قطب د څو پېړیو کنګلونو نمونې د څېړنو لپاره ذخیره کړي ځکه د ځمکې د کرې د تودوخې له زیاتېدو سره دغه کنګلونه هم په چټکۍ د ویلي کېدو په حال کې دي.

د شمالي قطب ساینسپوهانو د دوشنبې په ورځ وویل، مخکې له دې چې د اقلیم د بدلون له امله کنګلونه ویلې شي، د دغو لرغونو یخونو طبقې د څېړنو لپاره خوندي کوي.

د ساینسپوهانو دغه ټیم چې په کې ایټالویان، فرانسویان او نارویژیان شامل دي، خپل څېړنیز کمپ د ناروې په سوالبارډ ټاپوکې درولی دی.

دوی د برمو په ذریعه د یخونو تر سطحې ۱۲۵ متره لاندې د یخونو مختلفې طبقې په پیپونو کې ځای پرځای کوي.

دا د یخونو هغه طبقې دي چې د جیوکیمیکل پروسو نښې په کې دي او درې پېړۍ ورباندې تېرې شوې دي.

د یخونو پر دغو ژورو هستو څېړنه به ساینسپوهانو ته په دې اړه چې پخوا څه ډول چاپېریالي شرایط وو، ارزښتناکه معلومات په لاس ورکړي.

ساینسپوهانو خبرداری ورکړی، هغه اوبه چې د یخونو د ویلې کېدو له کبله رامنځته کېږي، په یخونو کې دننه لار مومي او هغه جیوکیمیکل اثاراو علایم بدلوي چې په دغو لرغونو یخونو کې له څو پېړیو راهیسې خوندي دي.

د ایس میموري په نوم بنسټ مشر جروم شاپالاز چې دغه څېړنه مخ ته وړي، فرانس پرېس ته وویل چې ساینسپوهان ویني چې د دوی لومړني مواد د تل لپاره د دغې سیارې له سطحې ورکېږي او زیاته یې کړه، دا د کنګل پېژندونکو په توګه د دوی مسوولیت دی چې د دغو یخونو د یوې برخې د خوندي کولو ډاډ ترلاسه کړي.

یو شمېر ساینسپوهانو چې په دې وروستیو کې یې پر شمالي قطب د ځکمې د کرې د تودوخې د زیاتېدو د اغېزو په اړه څېړنه کړې ویلي چې که د ځمکې د کرې تودوخه همداسې دوام وکړي، څو لسیزې وروسته به شمالي قطب نور کنګل شوی نه وي.

XS
SM
MD
LG