د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

حقپال: د طالبانو محدودیت به د اړو ښځو ژوند لا سخت کړي


يو شمېر بې‌وزله مېرمنې، ارشيف
يو شمېر بې‌وزله مېرمنې، ارشيف

د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما د ښځینه کارکوونکو د کار مخنیوي، داسې اندېښنې ولاړې کړي، چې په افغانستان کې ښايي اړو کسانو په ځانګړي ډول ښځو ته د بشري مرستو رسولو چارې لا پېچلې شي.

یوناما پرون په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړ، چې واکمن طالب چارواکي هڅه کوي، ملګري ملتونه دې ته اړ باسي چې د افغانانو د ملاتړ لپاره د پاتې کېدو، خدماتو وړاندې کولو او د هغو نورمونو او اصولو تر منځ چې دوی یې د ساتنې دنده لري یو ډاروونکی انتخاب وکړي.

وروسته له هغې چې د اپرېل پر څلورمه په ننګرهار کې د یوناما د ښځینه کارکوونکو د کار مخه ونیول شوه، یوناما خپلو کارکوونکو ته ویلي چې د مې میاشتې تر پنځمې دې کار ته نه ځي.

زموږ همکار د ښځو د حقونو له فعالې نظیفې حقپال نه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې: د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو د کار د مخنیوي اصلي هدف څه دی؟

دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:59 0:00
XS
SM
MD
LG