د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

طالبانو په ټول افغانستان کې د بې‌اسناده وسلو او موټرو پر پېر او پلور بندیز ولګاوه


ارشیف، د افغانستان کندهار ولایت کې د مخکېني حکومت په مشرۍ یو پوځي مرکز کې یو شمېر زغروال پوځي او عادي وسایط او وسلې
ارشیف، د افغانستان کندهار ولایت کې د مخکېني حکومت په مشرۍ یو پوځي مرکز کې یو شمېر زغروال پوځي او عادي وسایط او وسلې

د بې‌اسناده وسلو او موټرو د خرڅلاو په اړه د طالبانو په مشرۍ حکومت د دفاع وزارت تازه اقدام.

دغه وزارت نن یکشنبه «۱۴۰۰ کال د تلې ۱۱» رسنیو ته په یوه استول شوې اعلامیه امر کړی چې تر ثاني امر پورې په ټول افغانستان کې د بې‌اسناده وسلو او نقیله وسایطو پېر او پلور بند دی.

د دې وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې دغه‌شان ټولو ولایتونو کې امنیتي ادارو ته امر شوی چې د دې چارې د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

په دې اعلاميه کې دا هم ویل شوي، له کله نه چې طالبان واک ته ورسېدل د غیر مسؤله وسله‌والو له‌خوا، له یو شمېر دولتي ادارو وسلې او موټر ویستل شوي او هڅه کېږي چې وپلورل شي.

د افغانستان دفاع وزارت ودانۍ
د افغانستان دفاع وزارت ودانۍ

په اعلامیه کې راغلي، د محمد اشرف غني په مشرۍ د تېر حکومت له ځینو چارواکو څخه دولتي موټر، وسلې او نور مهمات د تسلیمۍ په نوم اخیستل شوي، خو دغه وسایل او وسلې اړوند برخو ته نه‌دي رسېدلي او تسلیموونکي هڅه کوي چې ویې‌پلوري.

دا اعلامیه په داسې حال کې خپرېږي چې له دې وړاندې خلکو هم رسنیو سره په خبرو او ټولنیزو رسنیزو کې، دا اندېښنه ښودلې وه چې ټول دولتي وسایل بیت‌المال ته نه‌سپارل کېږي.

د دوی بله اندېښنه دا وه چې ځیني پوځي وسایل په یو نوم او بل نوم ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کېږي، ان تر دې چې په دې تړاو ځيني انځورونه هم په ټولنیزو رسنیو کې راووتل او د خلکو تند غبرګونونه‌یې راوپارول.

ارشیف، د ناټو سازمان یو شمېر زغروال پوځي وسایل
ارشیف، د ناټو سازمان یو شمېر زغروال پوځي وسایل

خو دغو انځورونو د وخت دقیقه څرګندويي نه‌کوله چې کله اخیستل شوي.

له دې وړاندې د ګوښه شوي جمهور رئیس محمد اشرف غني د واکمنۍ پر مهال هم د خلکو او د امنیتي چارو د یو شمېر شنونکو له‌خوا د پوځي او دولتي وسایلو د پلور موضوع په وار وار مطرح شوې وه، خو د وخت چارواکو دا ادعاوې رد کړې وې.

XS
SM
MD
LG