د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

اوچا: روان ميلادي کال کې به له ۱۷مليون ډېر افغانان روغتيايي مرستو ته اړتيا ولري


کونړ کې يو روغتون، انځور - ارشيف
کونړ کې يو روغتون، انځور - ارشيف

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (OCHA) وايي، په ۲۰۲۳ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۱۷،۶ میلیونه خلک روغتیايي مرستو ته اړتیا ولري.

د کابل اوسېدونکی عبدالقیوم وايي، چې تقاعد یې کړی او ۱۶کسیزه کورنۍ یې په بد وضعیت او له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل، پخپله د زړه ناروغي لري خو د درملو اخيستلو او د ډاکټر د فيس د ورکولو توان نه‌لري.

که زما د کورنۍ کوم غړی ناروغ شي، د درملنې لپاره یې پیسې نه‌لرم

نوموړی وايي: "زه پخپله ناروغ یم، که زما د کورنۍ کوم غړی ناروغ شي، د درملنې لپاره یې پیسې نه‌لرم، زه نه‌شم کولی چې یو عادي ډاکټر ته لاړ شم، هیله لرم چې اسلامي امارت به زما تقاعدي راکړي، ځکه زه ډېرې ستونزې لرم."

د کاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ اوسېدونکې ليلما، له خپلو دوو وړو ماشومانو سره په يوه کرايي کور کې ژوند کوي.

غزني کې يو روغتون چې خوارځواک ماشومان په‌کې بستر دي، انځور - ارشيف
غزني کې يو روغتون چې خوارځواک ماشومان په‌کې بستر دي، انځور - ارشيف

نوموړې وايي، چې سخته ناروغه ده، خو له‌دې امله چې اقتصاد يې ښه نه‌دى او مېړه يې يو کال مخکې مړ شوى، نو د درملنې توان نه‌لري.

اغلې ليلما وايي: "همدا اوس ډېره ناروغه یم، په تېره بیا کله چې ژمی وي، ساه لنډي مې ډېرېږي، زه نه‌شم کولی چې ډاکټر او شخصي روغتونونو ته لاړه شم، ستونزې مې ډېرې دي."

"همدا اوس ډېره ناروغه یم، په تېره بیا کله چې ژمی وي، ساه لنډۍ مې ډېرېږي

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې په دې هېواد کې بې‌وزلي او بې‌کاري اوج ته رسېدلې ده.

تازه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (OCHA) ویلي، په ۲۰۲۳ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۱۷،۶ میلیونه خلک روغتیايي مرستو ته اړتیا ولري.

د پنجشنبې په ورځ، اوچا په یوه ټویټ کې لیکلي چې له دې ډلې څخه، ۱۵.۶ ملیونو خلکو ته لومړیتوب ورکړل شوی او دوی ته د روغتیایي مرستو چمتو کولو لپاره ۴۵۰ ملیون ډالرو ته اړتیا ده.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت په ليرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو د معیاري کولو او د روغتیايي مرکزونو د جوړولو خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان ازادي راډيو ته وویل: "په تېر یوه کال کې د روغتیا وزارت کافي فعالیتونه ترسره کړي، چې یو یې هم د روغتیايي خدمتونو د معیاري کولو او د دې تر څنګ په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول دي، چې په تېرو شلو کلونو کې هيڅ ډول روغتیايي خدمات ورته نه‌دي وړاندې شوي. ۱۵۰ روغتیايي مرکزونه جوړ شوي او موږ په پام کې لرو چې ۵۰۰ نور روغتیايي مرکزونه هم جوړ کړو."

"په تېر یوه کال کې د روغتیا وزارت کافي فعالیتونه ترسره کړي

تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي وو چې، په روان میلادي کال کې به په افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته د اړتیا وړ کسانو شمېر به ۱۷،۶ میلیونو ته ورسېږي.

په دغه راپور کې، چې سږ کال د سلواغې میاشت په ۱۹مه خپور شوی، ویل شوي چې پنځه میلیونه روغتیايي خدمتونو ته وړ خلک په ښاري سیمو کې او ۱۲.۶ میلیونه نور په کلیو کې ژوند کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی، چې له پېچلي بشري وضعیت سره سره، چې د خلکو لپاره یې روغتیايي ګواښونه دوه چنده کړي دي، یاد سازمان به د خپلو همکارانو په همکارۍ، په افغانستان کې پاتې شي او بشري خدمتونو ته به دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بيا ځلي واکمنېدو وروسته، د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له ستونزو سره سره يو شمېر افغانې کورنۍ روغتيايي خدمتونو ته له نه لاس‌رسي شکايت کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG