د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

د طالبانو حکومت: افغانستان کې بهرنيو شرکتونو میلياردونه ډالره پانګه‌ونې ته لېوالتيا ښودلې


ارشيف
ارشيف

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي، بهرنیانو په دې هېواد کې د شاوخوا لس ملیارډ ډالرو په ارزښت پانګه‌ونې سره لېوالیتا ښودلې ده.

په هغه خبرپاڼه کې چې، پرون ناوخته د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال له دفتره خپره شوې ویل شوي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې یو شمېر لویو بهرنیو شرکتونو په افغانستان کې د شاوخوا لس ملیارډ ډالرو پانګه‌ونې سره لېوالتیا ښودلې او ویل شوي چې، یو شمېر شرکتونو وار له‌مخې خپل فعالیت پیل کړی دی.

طالبانو ویلي، له یو شمېر بهرنیو شرکتونو سره د کانونو، د هوایي ډګرونو د خدمتونو، د صنعتي پارکونو او د هغو پروژو چې عملي کارونه یې پیل شوي، قراردادونه شوي چې اوس یې د پانګه‌ونې اندازه ټول ټال دوه ملیارډ ډالرو ته رسېدلې ده.

دغه راز ویل شوي چې، ورته نور قراردادونه به هم د ګمرکونو د عصري کولو او په نورو برخو کې په نږدې راتلونکې کې له بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شي.

د طالبانو د ریاست الوزرا په رسمي ټویټرپاڼه کې په یوه اینفوګرافیک کې هغه مهم سکتورونه چې بهرنیانو په‌کې پانګه‌ونه کړې یا یې په‌کې له پانګه‌ونې سره لېوالتیا ښودلې، په ګوته شوي چې تر ټولو مهم یې د کانونو سکتور دی.

افغانستان کې د ډبرو سکرو يو کان
افغانستان کې د ډبرو سکرو يو کان

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه‌ونې د خونې رئیس محمد یونس مهمند هم تاییدوي چې، د افغانستان د کانونو سکتور د بهرنیانو د پانګه‌ونې د جذبولو تر ټولو مهم سکتور دی.

هغه بېګاه ناوخته ازادي راډیو ته وویل، اکثره بهرني پانګه‌وال چې افغانستان ته راغلي یا راځي، زموږ په معدنونو کې پانګه‌ونه کوي.

خارجي سرمایه ګذار بانکونو ته اړتیا لري.

نوموړي وويل: "یو شی، یو لوی مشکل چې د خارجي سرمایه ګذارۍ په وړاندې زه وینم، هغه دا دی چې خارجي سرمایه ګذار بانکونو ته اړتیا لري. خو په افغانستان کې هغه خدمات چې یو خارجي یې غواړي چې څنګه باید دی خپلې پیسې افغانستان ته را انتقال کړي یا پیسې څنګه بېرته انتقال کړي، دا یو مشکل دی چې موږ ورسر مخامخ یو."

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر دې سربېره چې نړیوالو تر ډېره له افغانستان سره پر مالي مرستو لاس نیولی، د دې هېواد پر بانکي سیسټم یې هم بندیزونه لګولي چې ورسره دې هېواد ته د پیسو لېږد رالېږد بند شوی.

همدارنګه د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا نهه نیم ملیارډ ډالره شتمني هم په بهر کې کنګل شوې.

د افغانستان بانک
د افغانستان بانک

د طالبانو د ریاست الوزرا د خبرپاڼې له‌مخې له کانونو وروسته هغه نور سکټورونه او برخې چې تر اوسه په‌کې نړیوالو شرکتونو پانګه‌ونه کړې یا یې په‌کې له پانګه‌ونې سره لېوالتیا ښودلې، کرڼه، برښنا او انرژي، ټرانسپورټ او د خصوصي سکټور کوچني کاروبارونه دي.

د افغانستان ګاونډیان او ورپسې د سیمې هېوادونه او دغه راز عربي هېوادونه مهم بهرني پانګه‌وال بلل شوي دي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته چین هغه هېواد دی چې، ویل کېږي په افغانستان کې یې ډېره پانګه‌ونه کړې ده.

چین هغه هېواد دی چې، ویل کېږي په افغانستان کې یې ډېره پانګه‌ونه کړې ده.

د افغانستان په شمال کې د امو حوزې د تېلو او ګازو د استخراج او همدارنګه د عینک د مسو د کان قرارادونه یې مهم دي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه‌ونې د خونې رئیس محمد یونس مهمند وایي، د نړیوالو له‌خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندل، د بهرنۍ پانګه‌ونې په وړاندې یو بل مهم خنډ دی او که هغه لیرې شي ښایي ډېر بهرني پانګه‌وال به دې هېواد کې پانګه‌ونې ته زړه ښه کړي.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره ځینې شرطونه ایښي چې، مهم یې د ښځو او نجونو د زده‌کړې او کار حقونو ته درناوی او د یوه ټول شموله حکومت جوړول دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG