د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

رامز الاکبروف: نړۍ دې افغانستان يوازې نه پرېږدي


يو شمېر بې‌وزله خلک، انځور - ارشيف
يو شمېر بې‌وزله خلک، انځور - ارشيف

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږی کوونکی، رامیز الاکبروف له نړۍ غواړي چې افغانستان دې، په دې حساسو شېبو کې نه پرېږدي.

د کابل يوه اوسېدونکې مونسه د څلورو ماشومانو سرپرستي پر غاړه لري.

هغه چې د ګلدزوۍ هنر یې زده دی او له دې لارې یوه اندازه پیسې ترلاسه کوي وايي، په دې پیسو نه‌شي کولای د خپلو ماشومانو نسونه ماړه کړي ځکه خو نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

نوموړې وايي: "همدا هم وه چې لږ یې ژوند روان و، موږ ته یې یو که دوه میاشتې خوراکي توکې راکړل، ډېر ښه و، له همدو مو مرسته غوښتله، ژوند مو لږ روان و، که ونه اوسي څه به کوو. په کور کې ناسته یم، ګلدوزي کوم، بلوچي ګنډم، د میاشتې په اخر کې څلور سوه لاسته راځي، یو زوی مې هم پلاسټيک پلورونکی دی او کراچۍ هم چلوي، نړیوال ټولنه او نړیوال سازمانونه که مرستې بندې کړي، په دې معنا چې یوه لویه فاجعه به رامنځته شي، ماشومان چې ډوډی پیدا نه‌کړي، مري. نور به څه کېږي؟"

مریم چې د کابل بله اوسیدونکې ده، ازادي راډیو ته وویل، د مرستو په بندېدلو به د اړمنو کسانو ژوند لا خراب شي.

يو شمېر بې‌وزله کورنۍ د وچې ډوډۍ د ترلاسه کولو پر مهال، انځور - ارشيف
يو شمېر بې‌وزله کورنۍ د وچې ډوډۍ د ترلاسه کولو پر مهال، انځور - ارشيف

مريم وايي: "و، دو ځلې مو ډېر کمه مرسته واخیسته، په وړو بوجیو کې به یې اوړه راکول، په یو پلاسټيک کې به یې مکروني راکول، لوبیا او همداسې شیان ډېر زیات نه، خو همدا که قطع شي نو په خلکو به ژوند له بدو تر بدتره شي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږې کوونکي رامیز الاکبروف له نړۍ غوښتي چې افغانستان دې، په دې حساسو شرایطو کې یوازې نه پرېږدي.

نړيوال دې د حیاتي او مالي مرستو په کمولو دې افغانانو ته لا ډېره سزا نه ورکوي.
الاکبروف

رامیز الاکبروف په یوې اعلامیې کې چې د پنجشنبې په ورځ یې خپره کړې، د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو د کار د بندیزونو په وړاندې د اندېښنو په دوام، له نړیوالې ټولنې وغوښتل، د حیاتي او مالي مرستو په کمولو دې افغانانو ته لا ډېره سزا نه ورکوي.

ښاغلي الاکبروف زیاته کړه، چې افغانستان لا د مخه په نړۍ که له تر ټولو لوی او سخت بشري ناورین سره مخ دی.

نوموړی وايي، د بوديجې کموالی او د مرسته رسوونکو ښځو د کار بندیز ټول افغانان اغېزمن کړي دي او ۲۸،۳ میلیونه وګړي لا هم د خپل د ژوند د ژغورلو لپاره مرستو ته اړتیا لري.

رامز الاکبروف
رامز الاکبروف

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې، کېدای شي دا بندیزونه په لنډ مهال کې ډېر د پام وړ نه ووسي، خو امکان لري چې د بشري شریکانو لېوالتيا به د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په برخه کې کمزورې کړي.

ښاغلي الاکبروف وویل، دوی د طالبانو له چارواکو سره په اړیکه کې دي.

د هغه په خبره دا عاقلانه نه‌ده، چې د بشري مرستو په کمولو افغانان لا ډېر زیانمن شي.

د طالبانو له حکومته مو د ملګرو ملتونو د اعلامیې او د خلکو د اندېښنو په اړه وپوښتل خو ویاندیې ذبیح‌الله مجاهد زموږ پوښتنو ته ځواب رانه‌کړ.

هڅه مو وکړه چې په دې راپور کې د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو نظر هم واخلو، خو د شاوخوا اتو کسانو سره داړیکو نیولو سره سره دوی د موضوع د حساسیت له امله حاضرې نه‌شوې ازادی راډيو سره خبرې وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG