د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

د مسکو يوې محکمې د والسټريټ ژورنال ورځپاڼې خبريال په حبس محکوم کړی


مسکو کې د والسټريټ ژورنال خبريال ګریشکوویچ
مسکو کې د والسټريټ ژورنال خبريال ګریشکوویچ

ګریشکوویچ، چې په مسکو کې اوسېده، له څو اوونیو راهیسي وال سټریټ ژورنال ته د اوکراین د جګړې په اړه د کریمیلین د چلند او همدا راز د واګنر ملېشه ډلې په اړه راپورونه ورکول.

پرون (پنجشنبه) په مسکو کې د بندو دروازو شاته د محکمې په غونډه کې د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو ادارې غوښتنه تایید شوه چې، ګریشکوویچ دې دوه میاشتې حبس شي.

محکمې پرېکړه کړې چې ګریشکوویچ دې د ۲۰۲۳ د مې تر ۲۹ پورې بندي وي."

د روسیې د فدرال امنیتي خدماتو اداره د شوروي اتحاد د کی‌جي‌بي ځای نیوونکې ده.

د محکمې په خبرتیا کې ویل شوي: "د ګریشکوویچ په اړه د محکمې حکم؛ محکمې پرېکړه کړې چې ګریشکوویچ دې د ۲۰۲۳ د مې تر ۲۹ پورې بندي وي."

میدیا زونا ورځپاڼې ویلي چې، محکمې ته د ګریشکوویچ مدافع وکیل پرې نه‌ښودل شو، حال دا چې ټاکل شوې وه چې دانیل بیرمان د مدافع وکیل په توګه په محکمه کې حاضر وي.

بیرمان او یو شمېر خبریالان د امنیتي ځواکونو له لوري د محکمې له پنځم پوړه وګرځول شول.

انځور، ارشيف
انځور، ارشيف

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وویل، امریکا د ګریشکوویچ پر نیول کېدو ژوره اندېښنه لري او د رسنیو په اړه د مسکو اقدامات غندي.

سپینې ماڼۍ بیا ویلي چې، د مسکو له لوري د امریکايي تبعه نیول د منلو نه‌دي.

د سپینې ماڼۍ ویاند همداراز وویل، امریکايي چارواکي له وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې او د ګریشکوویچ د کورنۍ له غړیو سره په تماس کې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل، امریکا ته به د کونسلر له لارې له ګریشکوویچ سره د خبرو فرصت ورکړل شي.

د روسیې تاس خبري اژانس د خپل هېواد د امنیتي سرچینو په قول ویلي دي، د ګریشکوویچ پر ضد د دوسیې مواد پټ او محرم دي.

دغه اژانس په عین حال کې ویلي چې، ګریشکوویچ پر هغو تورونو اعتراف نه‌دی کړی چې ورباندې لګول شوي دي.

د روسیې د فدرالي خدماتو اداره وايي، ګریشکوویچ د امریکا د متحدو ایالتونو په لارښوونه د روسیې د پوځي صنایعو د یوه شرکت په اړه معلومات ټولول چې، دا د دولت محرم شیان دي.

دا تور د ۲۰ کاله حبس سزا لري.

وال ستریټ ژورنال په یوه ایمېل کې ویلي، د روسیې د فدرالي خدماتو ادارې ادعاوې په کلکه ردوي او وايي چې، د خپل باوري او ژمن خبریال د فوري خوشي کېدو هڅه کوي.

د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې یو امریکايي خبریال په روسیه کې بندي کېږي او دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین جګړه روانه ده، د مسکو او واشنګټن ترمنځ په اړیکو کې د ترینګلتیا زیاتېدا ښيي.

XS
SM
MD
LG