د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

کریمیا کې اوس د ۱۸۹ پوځي اډو د پاسه د روسیې بیرغ رپیږي


د روسیې د فاع وزارت وایي، د کریمیا په سیمه کې اوس د ۱۸۹ پوځي اډو د پاسه د روسیې بیرغ رپیږي.

دا وروسته له هغې چې روسي ځواکونو نن په سیمه کې چې روسیې پر خپلې خاورې ورګډه کړې، د اوکراین دوه نور پوځي تاسیسات هم تر کنټرول لاندې راوستل او د اوکراین د هوایي ځواکونو یو قومندان یې توقیف کړ.

د اوکراین ولسمشر الکساندر تورچینوف وایي، په کریمیا کې د اوکراین د هوایي ځواکونو لوړ رتبه قومندان وروسته له هغې برمته او توقیف شو، چې پراډې یې د روسیې وسله والو ځواکونو حمله وکړه.

تورچینوف نن د ډګروال یولي ممچور د سمدستي خوشې کیدو غوښتنه وکړه.

نوموړی په سیواستوپول کې د اکراین د بیلبیک هوایي اډې قومندان و.

روسي زغروالې وسیلې پرون دې اډې ته ننوتلي او ورپسې هم روسي عسکرو له هغو اوکرایني عسکرو سره ډزی تبادله کړې، چې له تسلیمیدو څخه یې ډډه کوله. په دې پیښه کې لږ ترلږه یو اوکراینی عسکر ټپي شو.

د روسیې د فاع وزارت نن وویل، چې د بیلبیک او سیواستوپول ته نژدې د یوې بلې اډې له نیول کیدو سره اوس په کریمیا کې په ۱۸۹ پوځي اډو و تاسیساتو د روسیې بیرغ رپیږي.

په سیمفیرپول کې د کریمیا صدارعظم سرګې اکسینوف وویل، ښایي روسي ځواکونه د اوکراین پر ختیځې برخې چې کریملین ادعا کوي په سیمه کې روسي ژبې خوندي توب ته اړتیا لري، برید وکړي:

″دلته په کریمیا کې موږ د روسیې مرستې ته سترګې په لاره و او ډیر مو ورته انتظار وایست.

اوس زه په جرات دا ډاد درکولای شم چې موږ به ووینو چې دا هوایي خبره نده. زه ډاډه یم چې روسیه به د اکراین له نورو سیمو څخه صادقانه غوښتنې ته د ورورګلوی ځواب ووایي.″

په بروکسل کې د ناتو لوړ رتبه پوځي قومندانانو خبرداری ورکړ، چې د اکراین پولي ته نژدې د روسي ځواکونو راټولیدل د مولداوایا د ترانس دنیستیر بیلتون غوښتونکې سیمې ته ګواښ متوجه کوي.

په اروپا کې د ناتو لوړرتبه قومندان امریکایي جنرال فیلیپ بریدلو دغه څرګندونې په بروکسل کې د یوې غونډې په ترڅ کې وکړې:

″دا بیخي واضح ده چې د اکراین په ختیځه پوله کافي ځواکونه ځای پرځای شوي چې که په اړه یې پریکړه شوې وي، ترانسدنیسترته داخل شي چې دا ډیر د اندیښنی وړده.″

بریدولو روسیه تورنه کړه چې د دې پرځای چې له ناتوسره د همکارې په توګه رول ولوبوي ترډیره یې دښمنۍ ته مخه کړې ده.

په مسکو کې د روسیې ولسمشرولادمیرپوتین نن امروکړچې راتلونکې اونۍ دې په کریمیا کې د روسیې دولتي ادارې په کارپیل وکړي.

د پوتین د فرمان له مخې پولیس، ملکي دفاعي ادارې، کورني استخبارات او نورې دولتي ادارې به د روسیې د قوانینو او مقرراتو پر اساس د مارچ له ۲۹ فعالیتونه تنظیموي.

دغه اقدام دوه ورځې وروسته له هغې کیږي چې پوتین هغه قوانین توشیح کړل چې له مخې یې کریمیا رسما له اکراین څخه جلا او له روسیې سره یوځای کیږي.

د روسیې روبل به د اکراین له پیسې سره یوځای د دوشنبې په ورځ په کریمیا کې چلند ته وړاندې شي.
XS
SM
MD
LG