د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

روسیه په منځنۍ اسیا کې د نوې پوځي اډې د جوړولو هڅه کوي


امریکايي سرتیري د مناس په هوايي ډګر کې
امریکايي سرتیري د مناس په هوايي ډګر کې

ایوروایشیا ویو خپرونې تردې عنوان لاندې چې روسیه په منځنۍ اسیا کې دیوې نوې پوځي اډې دجوړولو هڅې کوي دسیمې دسیاسي او پوځي پرمختیاوو په اړه یو مطلب خپور کړی دی .

ایورو ایشیا لیکی : کرملین په منځنۍ اسیا کې یوه سیاسي جغرافیوي لوبه راخیستې ده .

نشریه وایي : وروسته له دې چې روسیه د قرغیزستان له مناس هوایي اډې څخه دامریکایي عسکرو په ایستلو بریالۍ نه شوه نو مسکو اوس غواړي خپله دغه ناکامي په قزاقستان کې دیوې نوې پوځي اډې په جوړولو جبیره کړي .

مسکوهلې ځلې کوي چې د ګډ امنیت دتړون دسازمان په چوکاټ کې دقرغیزستان په جنوب فرغانې درې کې دازبکستان پولو ته ورڅیرمه یوه پوځي اډه جوړه کړي.

په قرغیزستان کې ددغې نوې اډې دجوړولو ډنډورې ورسته له دې خپرې شوې چې دروسیې دصدراعظم مرستیال ایګور سیچین او دفاع وزیر اناتولي سیردیوکوف تیره اونې دقرغیزستان په پایتخت بیشکیک کې جمهوررییس کورمان بیک باکییف سره خبرې وکړې.

دقرغیزستان یو چارواکي له غونډې وروسته وویل چې روسیې چارواکو غوښتل چې دګډ امنیت دسازمان دتړون دچټک عکس العمل دقواوو دیوې نوې اډی دپرانستلو په اړه د بیشکیک موافقه ترلاسه کړي.

ټاکل شوې چې دغه اډه به دازبکستان پولوته چې دګډ امنیت دتړون له سازمان سره چندان خونده ورې اړیکې نه لري نژدې جوړه شي .

دقرغیزستان یوې سرچینې څو ورځې مخکې دولتي خبری رسنیو ته په وینا کې داخبره تایید کړه چې روسیه پلان لري چې دقرغیزستان په جنوبي اوش ښار کې او یا دغه ښار ته نژدی پوځي اډه پرانیزي .

دقرغیزستان جمهوری ریاست سره په دې اړه تماس نه شو نیول کیدای او بهرنیو چارو وزارت له تبصرې ډډه وکړه.

دامریکا دبهرنیو چارو د وزیر مرستیال نیکولاس برنزچې دتیرې یکشنبې په ورځ یې قرغیزستان ته سفر وویل چې دنوی اډې دجوړولو موضوع دقرغیزستان دحاکمیت د حق پورې ارتباط لري اوامریکا په دې اړه کوم اعتراض نه لري .

نیکولاس برنزپه بیشکیک کې خبریالانو ته وویل زمونږنظردادی چې هرهغه ګام چې دقرغیزستان حاکمیت ، خپلواکي، او امنیت ټینګوي معقول او مناسب دی .

عظمت تیمیرکولوف دمنځنۍ اسیا په امریکایي پوهنتون کې دسیاسی علومو یوکارپوه په دې باور دی چې وروسته له دې چې روسیه دمناس له هوایي اډې څخه دامریکایي قواوو په لرې کولو کې پاته راغله اوس غواړي په سیمه کې خپل اعتبار او حیثیت بیرته قوي کړي.


ده له ایورو ایشیا ویو سره په یوې مرکې کې وویل :

فيډرالي روسیه احتمالا دخپل حیثیت او اعتبارپه اړه ځکه فکر کوي چې دمناس دهوایي اډې دوضعیت په اړه دقرغیزستان خلک داسې فکر کوي چې روسیی دا لوبه وبایلله او امریکا وګټله .

نوموړی زیاتوي چې دنوې اډې په جوړولو سره به روسیې دخپل اعتبار او اوبڼې دپیاوړتیا اوطبعا له امریکا سره دیو توازن دساتلو په لور یوبل ګام اخیستی وي .

خو عظمت تیمیرکولوف داهم وایي که چیرې دازبکستان پولو ته ورڅیرمه دفرغانی په دره کې داسلامي ډلو دفعالیتونو وروستی زیاتوالی په نظر کې ونیول شي نو داسې بریښي چې بیشکیک ، مسکو او واشنګټن دسیمې په امنیت کې ګډې ګټې هم لري ،اونوې پوځي اډه به ددغو درې واړو په ګټه وي .


بل خوا په مسکو کې دستراتیژيکو څیړنو دانستیتیوت کارپوه ادجار کورتوف هم داخبره مني چې نوې اډه به په سیمه کې امنیت ټینګ کړي .

دې ټینګار کوي چې هره نوې اډه به یوازې دروسیې نه بلکې دګډ امنیت دتړون دسازمان په چوکاټ کې وي .

دنوې اډې په اړه دخبرو دپیل فیصله په داسې وخت کې وشوه چې بل خوا دمناس له هوایي اډې څخه دامریکایي قواوو داستفادې ددوام په اړه خبرې روانې وې .

کورتوف ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دنوې اډې پرانیستل دمناس له هوایي اډې سره کوم ارتباط درلودی شي؟ وویل چې دا صرف یو تصادف دی او دنوې اډې په اړه لا ډیر پخوا تصمیم نیول شوی وو .

ایوروایشیا ویو خپرونه وایی :

دروسیی دولتي خبری اژانس ریا نووستي دوه ورځې مخکې رپوټ ورکړ چې ازبکستان دا نه مني چې ددغه هیواد پولو ته ورڅیرمه دبهرنیو ځواکونو اډه جوړه کړی شي .

کیدای شي تاشکند په سیمه کې دمسکو دتماسونو او روابطو زیاتوالی ته اندیښمن وي .

تاشکند لا اوس هم په دی خپه دی چې مسکو دکمباراتا دبريښنا دبند په اړه دقرغیزستان ملاتړ کوي . ددغه سین اوبه ښکته ازبکستان ته بهیږي .

کارتوف وایی چې تاشکند په سیمه کې دروسيی قواوو اوږدمهالي حضور ددغه بند دجوړولو لپاره یو سیاسي او معنوی ملاتړ ګڼي .
XS
SM
MD
LG