د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

ویسا: د نجونو د ښوونځیو بند پاتې کېدل حساسیتونه راپاروي


د نجونو ښوونځیو بندېدو په اړه د طالب چارواکي وضاحت
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:47 0:00

د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر تېره ورځ په ارزګان ولایت کې یوې غونډې ته په خبرو کې، د نجونو د ښوونځيو بند پاتې کېدل یو فرهنګي ستونزه او د خلکو غوښتنه بللې ده.

د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا چې په خبره یې د افغانستان له ۹۰ څخه په زیاتو ولسوالیو کې یې له خلکو سره پر تعلیمي مسایلو خبرې او بحثونه کړي وايي، اکثره خلک د نجونو زده کړې مهمې بولي.

ویسا وايي، که د نجونو ښوونځي دغه شان تړلي پاتې شي، پر دې سربیره به چې په میلیونونو نجونې له زده کړو محرومې پاتې کېږي، دا به په کور دننه نور حساسیتونه هم را وپاروي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د حکومت د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر تېره ورځ په ارزګان ولایت کې یوې غونډې ته په خبرو کې، د نجونو د ښوونځيو بند پاتې کېدل یو فرهنګي ستونزه وبلله او ویې ویل ډېر خلک نه غواړي چې نجونې یې زده کړې وکړي.

له ویسا سره زمونږ همکار اجمل تورمان مرکه کړې او په سر کې یې د طالبانو د حکومت د پوهنې د سرپرست وزیر د دغو څرګندونو په اړه د هغه نظر پوښتلی دی.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00
XS
SM
MD
LG