د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

د مطيع‌الله ويسا نيول کېدو ته نړيوال غبرګونونه مخ پر ډېرېدو دي


مطيع‌الله ويسا په ليرې پرتو سيمو کې ماشومانو ته د ګرځنده ښوونځي له لارې زده‌کړې ورکولې.
مطيع‌الله ويسا په ليرې پرتو سيمو کې ماشومانو ته د ګرځنده ښوونځي له لارې زده‌کړې ورکولې.

د تعلیم د فعال مطیع‌الله ویسا د نیول کېدو نن دویمه ورځ ده، خو لا یې هم د ځای‌ځایګي په باب معلومات نه‌شته.

د هغه ورور عطا الله ویسا له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، طالبانو یې دوه نور نیول شوي وروڼه پرون خوشې کړي، خو خپله مطیع‌الله ویسا یې نه‌دی خوشې کړی.

نوموړي وويل: "تر اوسه نه ما او نه هم زموږ کورنۍ د مطیع‌الله ویسا سره خبرې کړې دي. تر اوسه یې هېڅ څرک نه‌شته، یوازې زما دوه نور وروڼه چې نیول شوي وو، خوشې شوي دي."

"تر اوسه نه ما او نه هم زموږ کورنۍ د مطیع‌الله ویسا سره خبرې کړې دي.

د ماشومانو د تعلیم د حق فعالې ملالې یوسفزۍ پرون په یوه ټویټ کې لیکلي: طالبانو که له یوې خوا نجونې ښوونځیو ته له تګ منع کړي، د تعلیم اتلان هم نیسي.

ملالې یوسفزۍ له طالبانو غوښتنه کړې چې باید مطیع‌الله ويسا او نور هغه کسان چې د ماشومانو د تعلیم په تړاو یې نیولي خوشې کړي.

مطیع‌الله ویسا چې د قلم لار ټولنې مشر دی، له تېر جمهوریت راهیسې له ۱۵ کلونو په افغانستان کې د تعلیم د ودې لپاره کمپاین کوي.

ملاله يوسفزۍ
ملاله يوسفزۍ

د هغه د نیول کېدو په اړه د طالبانو ویاندویانو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو و کلتور وزارت د نشراتو رئیس عبدالحق حماد په دې اړه په ټویټر کې لیکلي: "دا چې د يو فرد نيول کېدلو دومره پراخ غبرګونونه راوپارول معلوميږي چې د همدومره پراخې دسيسې مخه نيول شوې."

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نېکلاسن پرون په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د طالبانو له‌خوا د مطیع‌الله ویسا نیول کېدو سخت اندېښمن کړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان د اسیا څانګې ویلي، مطیع‌الله ویسا په سوله‌ییزه توګه په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو ملاتړ کاوه.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ هم ویلي، د مطیع‌الله ویسا نیول کېدو اندېښمن کړی.

ريچارد بېنيټ
ريچارد بېنيټ

د افغانستان لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي توماس وېست لیکلي، چې د ویسا پر نیول کېدو خوابدی شوی دی.

هغه زیاته کړې ویسا په نه ستړي کېدونکي ډول په ملي سطحه د هلکانو او نجونو د تعلیم د ملاتړ لپاره په موثر ډول کار کاوه.

نوموړي له طالبانو د مطیع‌الله ویسا د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

مطیع‌الله ویسا داسې وخت نیول کېږي چې، پر نجونو او ښځو د فشارونو له کبله پر طالبانو په نړیواله سطحه انتقادونه روان دي.

طالبانو لا هم نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه‌ده ورکړې او په تېره ډسمبر میاشت کې یې نجونې او ښځې پوهنتونونو ته له تګ هم منع کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG