د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

عربستان او امریکا د ایران له لوري د اتومي وسلو جوړولو پر مخنیوي ټینګار کړی


ارشیف
ارشیف

د امریکا او سعودي عربستان په ګډه اعلامیه کې، چې جدې ته د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن له سفره وروسته خپره شوه، د ایران له لوري د اتومي وسلې د جوړولو د پر مخنیوي ټینګار شوی دی.

د اسوشیتیدپریس خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر د سعودي عربستان له پاچا او نورو چارواکو سره درې ساعته خبرې وکړې.

د دواړو خواوو په ګډه اعلامیه کې، چې د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس خپره کړې، ویل شوي چې د امریکا متحد ایالتونه او سعودي عربستان د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د ایران د لاسوهنې د مخنیوي پر اړتیا د ټینګار ترڅنګ غوښتنه کوي چې په سیمه کې د بې ثباتۍ د رامنځته کولو او د نورو تروریستي ډلو په وسیله د تروریزم د خپرولو لپاره د ایران اقدامات باید ودرول شي.

د عکس ښي لور ته د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان او چپ لور ته د امریکا ولسمشر جو بایډن
د عکس ښي لور ته د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان او چپ لور ته د امریکا ولسمشر جو بایډن

په اعلامیه کې راغلي، چې ولسمشر جو بایډن د سعودي عربستان د شاهي دولت د امنیت لپاره د امریکا پر جدي ژمنو ولاړ دی.

جو بایډن په جده کې د سعودي عربستان له مشرانو سره تر کتنې مخکې وویل، چې د سعودي له ولیعهد محمدبن سلمان سره په کتنه کې یې د جمال خاشقجي د قتل موضوع مطرح کړه.

ده وویل، چې محمد بن سلمان د خاشقجي په قتل کې لاس لرل رد کړل، ویې ویل چې د دې قتل عاملانو او مسوولانو ته یې سزا ورکړې ده.

جو بایډن پرون په جده کې سلطنتي ماڼۍ ته د ننوتو پر مهال د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ته لاس ورنه کړ او په موټ یې روغبړ ورسره وکړ خو پاچا ملک سلمان ته یې لاس ورکړ.

XS
SM
MD
LG