د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

آی این سي بي: په افغانستان کې د کېمياوي نشه يي موادو جوړول ډېر شوي


ارشيف
ارشيف

د نشه يي موادو د کنټرول نړیوال بورډ وايي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د دوام تر څنګ، په دې هېواد کې د کېمياوي نشه يي موادو جوړول هم ډېر شوي دي.

د حوت د مياشتې پر ۲۲ نېټه په ويانا کې د نشه يي موادو د کنټرول نړیوال بورډ ۶۶مه غونډه جوړه شوه چې پنځه ورځې يې دوام وکړ.

د یادونې وړ ده چې دې غونډه ته په ۲۰۲۲ ميلادي کال کې د نشه يي موادو د وضعيت په اړه کلنی راپور هم وړاندې شو.

دا راپور ښيي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې هم کوکنار کرل شوي او د نړۍ په سلو کې تر اتیا ډېر تاریاک په افغانستان کې تولید شوي دي.

د نشه يي موادو د کنټرول نړیوال بورډ مشره مېرمن جگجیت پاوادیا وايي، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کمولو د هڅو تر څنګ، د معتادینو د درملنې په برخه کې هم جدي مرستو ته اړتیا ده.

نوموړې وايي: "افغانستان اوس هم په نړۍ کې د تاریاکو تولیدولو تر ټولو لویه سرچينه ده او په دې هېواد کې د کېمياوي نشه يي موادو په جوړولو کې هم د پام وړ ډېروالی راغلی دی. د نشه يي موادو د کنټرول نړیوال بورډ له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې په افغانستان کې د نشه يي موادو د کنټرول د اقداماتو ملاتړ وکړي تر څو د خلکو روغتيا ته پام وشي. INCB په افغانستان کې د معتادینو د درملنې په برخ کې پر ظرفیت لوړولو، په تېره بیا د معتادو ښځو پر درملنه ټينګار کوي."

ارشيف
ارشيف

په ويانا کې د افغانستان استازولۍ دې غونډې ته په خپله بیانیه کې وويل چې له د باندې څخه افغانستان ته د تېزابو یا پريکرسر قاچاق په دې هېواد کې د نشه يي موادو، په تېره بیا د ښیښې او هيرويینو له جوړولو سره مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې سږکال د عقرب په میاشت کې يو راپور خپور کړ.

په دې راپور کې راغلي وو چې، په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۳۲ سلنه ډېر شوی دی، خو د طالبانو حکومت هغه وخت ادعا وکړه چې، دا راپور د دوی د مشر تر فرمان مخکې وخت پورې اړه لري.

د طالبانو د حکومت مشر د ۱۴۰۱ شمسي کال د حمل په میاشت کې د کوکنارو کښت، نشه يي موادو جوړول او قاچاق منع کړل.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې مشره مېرمن ګاډا وايي، باید په نړۍ کې د کوکنارو د کښت او نشه يي موادو جوړولو د کموالي تر څنګ، بزګرو ته د بديل کښت اسانتياوي هم برابرې شي.

نوموړې وايي: "د نشه يي موادو عرضه کول د پام وړ ډېروالی مومي. د کوکاينو کښت او تولید تر پخوا څو برابره ډېر شوی دی. د کوکنارو کښت په پخوانیو سيمو کې د ډېرېدو په حال کې دی. د نشه يي موادو غوښتنه هم ډېرېږي، هغه بزګران چې له نامشروع اقتصاد سره تړلي دي، د خپلو اړتیاو پوره کولو له پاره بديل کښت ته اړتیا لري."

په افغانستان کې د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه د طالبانو د مشر د فرمان نږدې يو کال پوره کېږي، خو په دې موده کې د طالبانو حکومت د بديل کښت په برخه کې له بزګرو سره مرستې نه‌دي کړي.

که څه هم په دې فرمان کې د ټولو نشه يي موادو جوړول او قاچاق منع شوي دي، خو ځينې راپورونه ښيي چې، له افغانستان څخه ګاونډيو هېوادونو ته د هيرويينو او ښیښې قاچاق ډېر شوی دی.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG