د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

په افغانستان کې د کوکنارو پراخه کښت او د تریاکو تولید اندېښنې رامنځته کړي


ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې

له نشه یې توکو سره د مبارزې نړیوال بورډ په افغانستان کې د کوکنارو په پراخه کښت او د تریاکو پر تولید اندېښنه ښودلې.

سره له دې چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د کوکنار کښت، قاچاق او تولید منع کړی، خو له نشه یې موادو سره د مبارزې نړیوال بورډ په افغانستان کې د کوکنارو زیات کښت او تولید ته اندېښنه ښودلې.

دغه بورډ د جمعې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې له افغانستان نه د کوکنارو د کښت او تولید په اړه د رسنیو له لوري راپورونه د اندېښنې وړ دي او باید مخه یې ونیول شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، هغه کسان په ځانګړي ډول بزګران چې د کوکنارو کښت کوي باید بدیل کښت ورته وړاندې شي چې خپل ژوند پرمخ یوسي.

له نشه يې توکو سره د مبارزې نړیوال بورډ دغه شان ویلي، هغه وګړي په ځانګړي ډول مېرمنې چې له نشه یې موادو استفاده کوي د بېړنۍ روغتیا لپاره یې باید اغېزمن ګامونه پورته شي.

د دغه بورډ په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې په افغانستان کې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې ستونزو ته په کتو ډېری خلک نشو ته مخ کوي چې دا د راتلونکې لپاره د خطر یو زنګ دی.

له نشه توکو سره د مبارزې نړیوال بورډ له نړیوالو بنسټونو او بشري سازمانو غوښتي چې د افغانستان د خلکو سره خپلې مرستې جاري وساتي ترڅو په نشه د اخته کېدونکو کسانو په شمېر کې زیاتوالی رانشي.

د دغه بورډ په وينا، بزګرانو ته بايد بديل کښت وړاندې شي.

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې یو شمېر بزګران بیا د طالبانو حکومت تورنوي چې دوی ته یې بدیل کښت نه دی وړاندې کړی.

د ننګرهار یو بزګر وویل: "طالبانو خو په موږ باندې کوکنار بند کړل، خو د دې په مقابل باید موږ ته داسې اصلاح شوي تخمونه راکړي چې موږ ترې ښه حاصل ترلاسه کړو، خو تر اوسه پورې موږ ته داسې تخمونه چا نه دي معرفي کړي چې ترې ګټه واخلو."

د هلمند ولایت یو بزګر وايي: "لس کسه کور فامیل راپسې دی، پورونه مو کړي و، مصروفونه مو کړي و، دا اوس ټول ډوډۍ غواړي ، خو شی نه شته. د لسو کسانو فامیل سرپرستي زما پر غاړه ده. اوس یې هېڅ توجو راته نه ده کړې او نه یې هم بدیل معیشت راته وړاندې کړی، هېڅ توجه یې موږ ته نه ده کړې."

له بلې خوا بیا د طالبانو حکومت وايي چې د کوکنارو کښت په افغانستان کې صفر شوی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه څرګندونو ته په غبرګون کې د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې خپره شوې خبرپانه له واقعیتونو لرې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

مجاهد وايي: "په افغانستان کې د کوکنارو کښت په مطلق ډول بند ده. موږ په هېڅ ځای کې د کوکنارو کښت نه لرو، په ډېرو لرو پرتو سیمو کې هم دا څارل شوي دي چې داسې څه نه شته. ځینې ادارې چې په دې برخه کې ځان فعاله ښي متاسفانه هغه مغرضانه دي، دا چې دوی وايي زیات شوي دا خو اصلاً له واقعیتونو سره تضاد لري."

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې طالبانو مشر د یو فرمان په صادرولو سره د روان لمریز کال د حمل په میاشتې کې په ټول افغانستان کې د کوکنارو کښت، قاچاق او تولید منع اعلان کړ.

د نشه یې توکو د مبارزې نړیوال بورډ د ملګرو ملتونو د نشه یې توکو د کنټرول نړیوال کنوانسیونونو پلي کولو لپاره خپلواکه او نیمه قضایي نظارتي اداره ده.

دا بورډ په ۱۹۶۸م کال کې تاسیس شو او هدف یې په هغه هېوادونو کې چې د نشه یې موادو کښت او تولید کېږي نظارت او راپور ورکونه ده.

XS
SM
MD
LG