د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

د کراچۍ کې د پرونۍ پېښې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر اوو ته ورسېد


د کراچۍ د پولیسو دفتر مخې ته د تېرې شپې یو انځور
د کراچۍ د پولیسو دفتر مخې ته د تېرې شپې یو انځور

د پاکستان په کراچۍ کې د پروني ډله ییز برید، چې مسوولیت یې پاکستاني طالبانو مانه، د وژل شویو کسانو شمېر اوو ته ورسېد.

افراطي وسله والو دغه حمله د جمعې ناوخته وکړه چې د څو ساعتونو لپاره د ډزو او چاودنو غږونو د کراچۍ زړه ولړزاوه.

د سند ایالت د پولیسو مشر غلام نبي میمون ویلي، په دې پېښه کې درې پوځیان او یو ملکي وژل شوي، دغه راز ۱۸ نور پوځیان ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي، دوه ځانمرګي بریدکوونکي هم وژل شوي او لږ تر لږه یوه یې د پولیسو دغه دفتر ته له ننوتلو وروسته ځان منفجر کړی دی.

د هغې حملې مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي منلی دی.

د پاکستان د حکومت یوه سلاکار مرتضی وهاب ویلي چې پولیسو او ملیشه ځواکونو په ګډو عملیاتو سره په درېیو ساعتونو کې د پولیسو دغه مرکز تصفیه کړی دی.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي په یوه اعلامیه کې په کراچۍ پرونۍ حمله وغندله او صدراعظم شهباز شریف د ده په ټکو د بریالیو عملیاتو له کبله خپل امنیتي ځواکونه ستایلي دي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله خان ویلي چې ځینو افراطي وسله والو د پولیسو دفتر ته د داخلېدو د هڅې پر مهال لاسي بمونه غورځولي دي.

د پاکستاني طالبانو تحریک نن شنبه د پاکستاني پوځیانو په وړاندې د نورو حملو د کولو خبرداری ورکړ.

په پاکستان کې زیات وخت د طالبانو د حملو پر مهال له پولیسو د جګړې په لومړۍ کرښه کې کار اخیستل کېږي.

دغه طالبان پولیس تورنوي، چې له محاکمې پرته وژنې کوي.

د پاکستاني طالبانو تحریک نن شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، پولیس باید د غلام پوځ په وړاندې د جګړې پر مهال له موږ ځانونه لیرې وساتي، که نه د لوړ رتبه پولیسو پر خوندي مرکزونو به حملې دوام وکړي.

د جنورۍ پر ۳۰مه، د پېښور پر یوه جومات ځانمرګي برید ۱۰۱ کسان ووژل، چې د فرانسې خبري اژانس په وینا ۸۰ تنه یې افسران وو.

پاکستان په نومبر میاشت کې وروسته له هغې د ګڼو حملو په صحنه بدل شو، چې پاکستاني طالبانو له حکومت سره خپل لنډمهاله اوربند پای ته ورساوه.

د پاکستاني طالبانو تحریک چې یوه جلا ډله ده، د افغانستان له طالبانو سره هم اړیکې لري.

د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس په وینا، پر افغانستان د طالبانو د ولکې ټینګولو د پاکستاني طالبانو تحریک هم زړور کړی چې لوړ رتبه مشران او جګړه ماران یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پټ دي.

XS
SM
MD
LG