د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

د ځینو خیریه بنسټونو مسوولان: د بېوزلۍ د ختمېدو لپاره باید اساسي کار وشي


ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر داخلي بې ځایه شوي اړمنې کورنۍ چې په روان ژمي کې له سخت وضعیت سره مخ دي.
ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر داخلي بې ځایه شوي اړمنې کورنۍ چې په روان ژمي کې له سخت وضعیت سره مخ دي.

که څه هم د خیریه بنسټونو یو شمېر مسوولان وايي، هڅه کوي په سختو اقتصادي شرایطو کې د هغو افغانانو لاسنیوی وکړي چې مرستو ته اړتیا لري، خو اړمن کسان بیا شکایت کوي چې د مرسته کوونکو موسسو په څېر د خیریه بنسټونو مرستې هم نه ورسېږي.

غلام حضرت سخي زاده چې د یوې ۸ کسیزې کورنۍ سرپرست دی، د کابل په یو نانوايي کې کار کوي.

نوموړی وايي، پخوا یې د ورځې له ۶۰۰ تر ۸۰۰ افغانۍ ګټلې چې ژوند یې پرې ښه روان و، خو اوس د ورځې ۲۰۰ یا ۳۰۰ افغانۍ ګټي چې د کور کرایه او نور لګښتونه نه شي پوره کولای.

سخي زاده دغه شان وايي، د دې ټولو ستونزو سره سره یې یوه لور هم سخته ناروغه ده، چې د درملنې پیسې یې نه لري او د هر خیریه بنسټ دروازه یې چې ټکولې ده، لاسنیوی یې نه دی شوی.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "ما د ۲۰ خیریه بنسټونو د وټس اپ شمېرې پيدا کړلې، اړیکه مې ورسره ونیوله او د خپلې لور د ناروغۍ کیسه مې ورته وکړه، هیچا هم مرسته ونه کړه، یوازې یوه بنسټ په ټولنیزو شبکو کې له خلکو د مرستې ټولولو په خاطر غوښتنه کړې وه، هلته چې خلکو دا خبرتیا لیدلې وه، ۵ یا ۱۰ زره مرسته یې وکړه، په هغو پیسو مې درملنه نه شوای کولای."

خو د کلي په نوم د سو خیریه بنسټ مشر مجیب الرحمان محمودي بیا د خیریه بنسټونو کار ارزښتمن بولي.

نوموړی وايي، دوی خپله له ډېرو کسانو سره مرستې کړي او هڅې یې کړې چې په سختو اقتصادي شرایطو کې د بېوزلو وګړو لاسنیوی وکړي.

محمودي زیاتوي: "په دې ترینګلو حالاتو کې چې نړیوالې مرستې هم کمې دي او سرپرست حکومت هم په رسمیت نه دی پېژندل شوی، کاري فرصتونه هم کم دي، خیریه بنسټونه ډېر موثر دي، ځکه مصرف یې کم او مرستې تر ډېرو خلکو رسولای شي."

ارشیف: په کندهار کې اړمن خلک چې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري یې مرسته ترلاسه کړې ده.
ارشیف: په کندهار کې اړمن خلک چې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري یې مرسته ترلاسه کړې ده.

که څه هم د ډېرو خیریه بنسټونو مرستې تر یوې بوجۍ اوړو، وریژو، یو بوتل غوړیو او ځینې نورو لومړنیو اړتیاوو پورې محدودې دي چې کېدای شي د یوې کورنۍ د یوې اوونۍ یا یوې میاشتې لګښت پوره کړي، خو د باچا خان ښېګڼتون مشر عنایت الله دیدار وايي، که د خیریه بنسټونو لخوا داسې مرستې وشي چې د یوه کس لپاره د کاروبار زمینه برابره کړي او ژوند یې بدل شي، ځای به یې نیولی وي.

دیدار وویل: "ګټور کار دا دی چې موږ هغوی ته داسې سیستم برابر کړو چې په خپلو پښو ودرېږي. په دې کې شک نه شته چې موږ ډېرو خلکو ته داسې سیستمونه برابر کړي، خو ځینو بیا هغه وسایل خرڅ کړي او هغه کار یې نه کاوه، په نورو موسساتو پسې ګرځېدل چې له دوی سره مرستې وکړي، خو دا ټولنه ده، دلته به هر ‌ډول خلک وي، خو ګټور کار دا دی چې که مثال یوې نادارې کورنۍ ته موږ اوړه، غوړي او نور څه ور وړو، بله میاشت به څه کوي؟ په کار ده چې د دوی لپاره بنسټیز کار وشي چې د کورنۍ ټول ژوند ورسره بدل شي."

که څه هم د خیریه بنسټونو مسوولان وايي، تر خپله وسه یې د بې وزلو لاسنیوی کړی، خو اړمن کسان د بېوزلۍ کچې ته په کتو سره د خیریه بنسټونو مرستې لږې بولي.

د طالبانو له واکمنېدو سره په افغانستان کې د اقتصادي او بشري بحران لمنه هم پراخه شوه چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په وینا په نوي میلادي کال کې به ۲۸،۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۱ کال کې دا شمېره ۱۸ میلیونه وه.

اوچا ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې له سخت او لوی بشري ناورین سره به مخ وي چې د مخنیوي لپاره یې د نړیوالو هڅه غوښتنه هم شوې وه خو په نادولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز او د ځینو موسسو د فعالیتونو له درېدلو سره ښکاري چې دا بشري ناورین به لا نور هم پراخ شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG