د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

د بښنې نړيوال سازمان: افغانستان کې انتقامي وژنې دوام لري


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د بښنې نړيوال سازمان په افغانستان کې د انتقامي وژنو او غېرقانوني اعدامونو پر دوام اندېښنه ښودلې او یادونه یې کړې چې، په دې هېواد کې لسګونه نور کسان لا هم لادرکه دي.

‎د میدان وردګو ولایت يو اوسېدونکی ‎وايي، د ماما زوی یې چې د پخواني حکومت په امنیتي سکټور کې و، میاشتې مخکې طالبانو ونيوه او د څه موې لپاره یې معلوم ځای ته وړی و.

هغه چې نه‌غواړي نوم یې په دې راپور کې ياد شي، کیسه کوي چې د ماما زوی یې د طالبانو له‌خوا سخت شکنجه شوی او پښه سخته ور ژوبله کړې وه.

نوموړی وايي: "بې‌چاره ژوبل شو، پښه یې ټپي شوي وه، بیا موږ ورغلو روغتون ته، هلته مو درملنه وکړه، هلته ښه وه درملنه وشوه، خو اوس ژمی دی، ژمی چې راځي هوا یخيږي، پښه یې درد کوي، افغانستان کې همدا حالت روان دی هر چېرته."

‎په همدې حال کې د بښنې نړیوال سازمان يا (امېنسټي انټرنېشنل) په یوه تازه ټویټ کې، په افغانستان کې د انتقامي وژنو او غیر قانوني اعدامونو پر دوام اندیښنه ښودلې ده.

"دا ادعاوې ټولې غلطې دي په افغانستان کې، نه کوم قتل او نه هم کوم غیر قانوني اقدام شوی

‎دغه سازمان وایي، په افغانستان کې لا هم انتقامي وژنې او غېرقانوني اعدامونه ترسره کېږي او هم‌مهال یې تر اوسه سلګونه نور کسان هم لا درکه شوي دي.

‎بل‌خوا بیا د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د بښنې نړیوال سازمان د دغه راپور په خپرولو غبرګون ښودلی او هغه یې بې بنسټه بللی دی.

نوموړی وايي: "دا ادعاوې ټولې غلطې دي په افغانستان کې، نه کوم قتل او نه هم کوم غیر قانوني اقدام شوی، تول شیان خپل د عدلي احکامو تر اصولو لاندې دي، هیڅ څه هم په خپل سر نه‌دي تر سره شوي، نه هم تر اوسه کوم قتل شوی له هیڅ ناحیې، دا اندېښنه سمه نه‌ده."

ذبيح‌الله مجاهد
ذبيح‌الله مجاهد

‎مجاهد دا هم ویلي چې، تر اوسه په افغانستان کې هیڅ وژنه نه‌ده شوې او د ده په ټکو داسې برخورد په هیڅ سیمه کې حقیقت نه‌لري.

تر دې مخکې بیا د بښنې نړیوال سازمان په خپل یوه بل راپور کې هم ویلې و چې، د طالبانو له واک ته رسېدو تر اوسه یې، په افغانستان کې د دوی بشري سرغړونې مستند کړی دي.

‎یاد سازمان زیاتوي، په دې مستند کې د طالبانو له‌خوا ناقانونه وژنې، خپلسرې نيونې، شکنجې، ورکېدل، د مېرمنو او نجونو ځورول، د رسنیو سانسور او د بیان په ازادي محدودیتونه شامل دي.

‎د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د ملګرو ملتونو یو راپور له‌مخې، له عمومي بښنې سره سره، د طالبانو د ۲۰۲۱ له اګسټه تر ۲۰۲۲ پورې د پخواني حکومت لږ تر لږه ۱۶۰ حکومتي چارواکي او امنیتي کارمندان وژلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG