د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

په ترکیه او سوریه کې د مرګونې زلزلې د قربانیانو شمېر له پنځلس زرو واوښت


ترکیه کې د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو یو انځور
ترکیه کې د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو یو انځور

د رویټرز خبري اژانس په وینا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ د زلزلې تر ټولو ځپل شوې سیمې قهرمان مرش ته ولاړ او هلته یې مصیبت ځپلي له نږدې وکتل.

په سوریه کې او ترکیه کې د دوشنبې د ورځې مرګونې زلزلې د مړو شمېر له پنځلس زره تنو واوښت.

د جرمني ډي پي اې خبري آژانس د ترکیې د رسنیو په حواله ویلي چې په ترکیه کې د مړو شمیر لږترلږه دولس زره او ۳۹۱ تنوته رسېدلی او په سوریه کې د مړو شمېر دوه زره ۶۶۲ تنه ښودل شوی.

دا په دواړو زلزله ځپلو هېوادونو کې د مړینو وروستۍ شمېرې نه دي ځکه د راپورونو له مخې تراوسه ډېر خلک د نړېدلو ودانیو تر خاورو خښتو لاندې دي.

د تېرې دوشنبې د ورځې زلزلې چې قدرت یې د ریښتر په کچه ۷،۸ ثبت شوی، په ترکیه او سوریه کې په سلګونو ودانۍ بشپړې ویجاړې کړې دي.​

په ترکیه کې له زلزلې وروسته د ژغورنې د عملیاتو پرمهال یوه ماشومه نجلۍ تر خاورو لاندې ژوندۍ را وایستل شوه.

له زلزلې د درېیو ورځو په تېرېدو اوس په دواړو هېوادونو ترکیې او سوریې کې د خلکو شکایتونه دا دي چې د ژغورنې او پلټنې عملیات د تمې خلاف ورو روان دي او ځینو ساحو ته دا ټيمونه په ځنډ رسېدلي دي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ د زلزلې تر ټولو ځپل شوې سیمې قهرمان مرش ته ولاړ او هلته یې مصیبت ځپلي له نږدې وکتل.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

اردوغان ومنله چې د هغه د حکومت د ځواب ورکونې لومړني اقدامات له ستونزو سره مله و، خو ډاډ یې ورکړ چې اوس عملیات نورمال روان دي او په خبره یې هیڅوک به بې کوره پاتې نه شي.

په ترکیې او سوریې دواړو کې زلزله ځپلو خلکو پرله پسې درېیمه شپه هم په سړه هوا کې تېره کړه او ځینې لا هم په تمه دي چې د کورنۍ غړي یې تر خاورو لاندې را وایستل شي.

د ترکیې د انتاکیا سیمې یوې اوسېدونکې ۶۴ کلنې میلیک رویټرز ته ویلي، دوی له زلزلې ژوندي وتلي، خو اندېښنه یې څرګنده کړې چې ممکن سړه هوا او لوږه یې ووژني.

مېرمن میلیک ویلي، سیمې ته یې د خوراکي توکو او خیمو مرستې لا نه دي ور رسېدلي.

پر ترکیې سربېره سوریه کې هم شکایتونه دا دي چې د ژغورنې چارې ټکنۍ روانې دي.

د سوریې دغه اوسېدونکي چې نوم یې نه دی یاد کړی رویټرز ته ویلي، د کورنۍ پنځه غړي یې تر خاورو لاندې دي، خو شکایت کوي چې د ژغورنې ټیمونو لا نه دي را ایستلي.

هغه وویل: "له دوو ورځو راهیسې چې زلزله شوې زه د خپلې کورنۍ د ژغورنې په تمه یم، زما پلار، مور، ورور، خور او خوریی تر نړېدلو ودانیو لاندې دي، تراوسه د هغوی د برخه لیک په اړه هېڅ خبر نه یم. تاسو دلته ګورئ چې د ژغورنې کار ورو روان دی او دوی پوره تجهیزات نه لري."

په سوریه کې د ۱۲ کلنې کورنۍ جګړې پرمهال د روغتیایي خدمتونو سیستم او نور امکانات زیانمن شوي نو ځکه په کې د ژغورنې چارې په چټکۍ مخته نه ځي.

رسنیو د روغتیا نړیوال سازمان په حواله ویلي، دوی اټکل کوي چې د زلزلې د قربانیانو شمېر به تر شل زرو ورسېږي.

په ترکیې او سوریې دواړو کې خلک لا هم په وېره کې دي او حکومتونو ورته خبرداری ورکړی چې د نورو احتمالي ټکانونو له زیانونو د مخنیوي لپاره باید له کوره بهر پاتې شي.

معلومه نه ده چې ترکیه او سوریه کې به د ژغورنې عملیات په څومره وخت کې پای ته ورسېږي او چارواکو او د ژغورنې ټیمونو هم تراوسه په دې تړاو ښکاره څه نه دي ویلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG