د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

ترکيه او سوريه کې زلزله؛ واورې ورېدنې د مرستو او ژغورنې هڅې ټکنۍ کړي دي


ترکيه کې د وروستۍ زلزلې يو انځور
ترکيه کې د وروستۍ زلزلې يو انځور

د ترکیې حکومت وايي چې، زلزله ځپلو سیمو ته یې خپل ۲۸زره پرسونل لېږلی دی.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو پرون سې‌شنبه ویلي، چې په دغه پوځي پرسونل کې ۱۸ زره یې پولیس شامل دي.

د ده په وینا ۱۰زره نور امنیتي ځواکونه هم دغو زلزله ځپلو سیمو ته روان دي.

د دوشنبې سهار وختي د ریښتر په مقیاس اووه اعشاریه اته درجې زلزلې د ترکیې او سوریې ځینې برخې ولړزولې، چې د استوګنې ودانۍ، د روغتونونو په ګډون یې ګڼ دولتي تاسیسات ونړول، په زرګونو کسان یې مړه او په زرګونو نور، ټپیان یا هم بې کوره کړل.

هغه لس ولایتونه چې زلزله په‌کې شوې، د غمیزې سیمې اعلانوو.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون سې‌شنبه په انقره کې د وینا پر مهال په زلزله ځپلو سیمو کې اضطراري حالت اعلان کړ.

نوموړي وويل: "اوسني شرایط موږ فوق العاده اقداماتو ته اړ باسي، هغه لس ولایتونه چې زلزله په‌کې شوې، د غمیزې سیمې اعلانوو. پرېکړه مو کړې چې د اساسي قانون د ۱۱۹مې مادې پر اساس اضطراري حالت اعلان کړو، چې د پلټنې او ژغورنې عملیات ترسره شي. نور فعالیتونه او کارونه په چټکۍ سره کولی شو. د جمهوري ریاست او پارلمان له پړاونو سره به دا پرېکړه بشپړه کړو، چې دغه حالت په لسو زلزله ځپلو ولایتونو کې د درېیو میاشتو لپاره دوام وکړي."

د ترکيې له هغو ويجاړيو د ډرون په وسيله اخيستل شوی انځور چې زلزله په‌کې شوې.
د ترکيې له هغو ويجاړيو د ډرون په وسيله اخيستل شوی انځور چې زلزله په‌کې شوې.

د رویټرز خبري اژانس په حواله، د سوریې هغه وګړي چې له خپل هېواده بهر ژوند کوي او غواړي له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي وايي، اندېښنه لري چې په جګړه ځپلې سوریه کې ښايي د ژورو سیاسي اختلافاتو له کبله د دوی مالي مرستې هغو کسانو ته ونه رسېږي، چې واقعاً اړ دي.

د ملهم په نوم، د سوریې د غیردولتي مؤسسې د داوطلبانو ډله چې د هغه هېواد په شمال لوېدیځ کې فعاله ده، تر اوسه د انسټاګرام د یوه کمپاین له لارې یو اعشاریه شپږ ملیونه یورو د زلزله ځپلو لپاره راټول کړي دي.

په ټولنیزو شبکو کې یو شکایت دا ښکته پورته کېږي، چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد تر واکمنۍ لاندې سیمو کې د سوریې زلزله ځپلو ته برابرې شوې مرستې نه رسېږي.

زلزلې په ترکيه او سوريه کې زرګونه خلک مړه کړل او زرګونه ودانۍ يې ونړولې.
زلزلې په ترکيه او سوريه کې زرګونه خلک مړه کړل او زرګونه ودانۍ يې ونړولې.

په همدې حال کې د وام په نوم د متحده عرب اماراتو خبري اژانس راپور ورکړی، چې د اماراتو رهبر، شیخ محمد بن زاید ال نهیان په ترکیه او سوریه کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۰۰ ملیونه ډالره ځانګړي کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس په حواله، په داسې حال کې په ځینو سیمو کې درنه واوره اوري او سخته یخني ده، د ترکیې په مالاتیا ښار کې د قربانیانو د کورنیو غړو پرون سې‌شنبه د خپلو ورکو عزیزانو د لټون په برخه کې نهیلي وښوده.

دوی بې له دې چې مسلکي تجهیزات، دستکشې یا هم ژمني کالي ولري، هڅه وکړه چې له نړېدلو ودانیو خپل ورک عزیزان پیدا او وژغوري.

XS
SM
MD
LG