د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

په ترکیه او سوریه کې د زلزلې د قربانیانو شمېر له ۴زره کسانو واوښت


اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي، یوازې ترکیه کې له ۵۶۰۰ ډېرې ودانۍ ویجاړې شوي چې لا یې هم تر لاندې د بند پاته شویو کسانو د ژغورنې عملیات روان دي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي، یوازې ترکیه کې له ۵۶۰۰ ډېرې ودانۍ ویجاړې شوي چې لا یې هم تر لاندې د بند پاته شویو کسانو د ژغورنې عملیات روان دي.

ولسمشر رجب طیب اردوغان چې په مې میاشت کې سخت انتخابات په مخکې لري، دا زلزله تاریخي وبلله خو ویې ویل چې چارواکي به له مصیبت ځپلو سره تر وسې وسې مرستو ته اوږه ورکړي.

په ترکیه او سوریه کې د خونړۍ زلزلې د قربانیانو شمېر له ۴زره کسانو واوښت او ګومان کېږي چې د مړو شمېر ښايي تردې هم زیات شي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي، یوازې ترکیه کې له ۵۶۰۰ ډېرې ودانۍ ویجاړې شوي چې لا یې هم تر لاندې د بند پاته شویو کسانو د ژغورنې عملیات روان دي.

دغه اژانس د ملګرو ملتونو په حواله ویلي چې د سوریې دننه هم ۲۲۴ ودانۍ نړېدلي او ۳۲۵ نورې تخریب شوي دي.

په ترکیه او سوریه کې د ټپيانو شمېر هم له ۱۶ زرو ډېر ښودل شوی دی.

ولسمشر رجب طیب اردوغان چې په مې میاشت کې سخت انتخابات په مخکې لري، دا زلزله تاریخي وبلله خو ویې ویل چې چارواکي به له مصیبت ځپلو سره تر وسې وسې مرستو ته اوږه ورکړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پرونۍ خونړۍ زلزلې له قربانیانو سره د خواخوږۍ لپاره اوه ورځنی ویر اعلان کړ.

په دې ورځو کې به په ټوله ترکیه او په بهر کې د دې هېواد په استازولیو کې د ترکیې ملي بیرغ نیم ځوړند وي.

د ملګروملتونو په مقر کې د دې سازمان د ۱۹۳ غړو هېوادونو ډيپلوماتانو د دې زلزلې قربانیانو ته د درناوي په پار چوپتیا غوره کړه.

د امریکا ولسمشر جوبایډن له دې کبله خپل ژور خپګان څرګند کړ او ژمنه یې وکړه چې له مصیبت ځپلو سره به مرستې وکړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

بایډن پر ټویټر ولیکل چې په ترکیه او سوریه کې د انساني تلفاتو او ورانیو لپاره سخت خواشینی دی.

بایډن همداراز لیکلي چې خپلو همکارانو ته یې سپارښتنه کړې چې له ترکیې سره په همغږۍ کې دې د وضعیت څار ته دوام ورکړي او له اړتیا سره سمې مرستې دې وکړي.

د چین ولسمشر هم د دې زلزلې له کبله د دواړو هېوادونو له ولسمشرانو سره خواخوږي څرګنده کړې.

شي جین پینګ په یوه تلوېزیوني وینا کې وویل دي چې دې ناورین سخت ټکان ورکړی دی.

بریتانیا د پلټنې او ژغورنې ۷۶ تنه متخصصان له روزل شویو سپیو او تجهیزاتو سره او د بېړنیو حالاتو له ډاکټرانو سره یوځای ترکیې ته استولي دي.

د نورو هېوادونو مشرانو هم د ترکیې او سوریې ولسمشرانو ته د خواخوږۍ پیغامونه استولي دي.

د پرونۍ زلزلې شدت د ریښتر په مقیاس ۷،۸ اټکل شوی چې لومړی ټکان یې سهار وختي احساس شو، خو د ورځې په اوږدو کې یې نور ټکانونه هم درلودل.

په ترکیه کې لسګونه زره افغانان هم مېشت دي.

په زلزله ځپلي قهرمان مهرج ښار کې د طب پوهنځي د وروستي کال محصل نیک محمد فایز د پرونۍ زلزلې په اړه خپل د سترګو لیدلی حال آزادۍ راډیو ته بیان کړ او ویې ویل: "له ۴ بجو وروسته یوه ډېره وېروونکې زلزله وشوه او ۱۰- ۱۵ دقیقې وروسته بله زلزله وشوه. زه خپله د روغتون په عاجله څانګه کې یې یم او د مرستې لپاره دلته راغلی یم. د دې روغتون ټول سرویسونه او ټول بسترونه ډک دي."

تراوسه معلومه نه ده چې آیا په قهرمان مهرج او نورو زلزله ځپلو سیمو کې د دې زلزلې د قربانیانو په ډله کې افغانان هم شامل دي که نه.

په همدې حال کې ترکي چارواکو د احتیاطي تدابیرو په ترڅ کې په ټوله سیمه کې د برښنا او ګاز جریان پرې کړی او همداراز ښوونځي یې د دوو اونیو په مخه رخصت کړي دي.

XS
SM
MD
LG