د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

واشنګټن پُسټ: په جګړه ځپلي کابل کې سکاره او ټايرونه خلک تاوده ساتي


کابل کې ککړه هوا
کابل کې ککړه هوا
  • نيويارک ټايمز

امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز د یو شمېر ځوانانو وضعیت ته پام کړی چې د طالبانو په لیکو کې جګړه کوي او اوس‌مهال د افغان حکومت په زندانونو کې دي.

له هغوی څخه یو مسلم دی چې ۱۴ کلن دی او د کابل په بادام باغ زندان کې بندي دی.

ده نیويارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې ځانوژونکی نه‌دی، خو طالبانو له ده غوښتي وو چې د دوی په لیکو کې جګړه وکړي.

طالبانو له ۱۴ کلن مسلم غوښتي وو چې د دوی په لیکو کې جګړه وکړي.

​د ورځپاڼې په ليکنه، مسلم له ۴۷ ځوانو هلکانو څخه دی چې زنداني دي او افغان حکومت‌يې ملي امنیت ته تهديد ګڼي.

د دې هلک یو لاس زيانمن شوی او د رواني فشارونو او له وېرې چې له طالبانو يې لري خپل سر يې څو ځلې له دېواله سره وهلی دی.

مسلم دا هم ويلي چې کورنۍ يې له ده ډېر بد وړي او ليدو ته‌یې نه‌ورځي.

د وسله‌والو طالبانو یوه ډله
د وسله‌والو طالبانو یوه ډله

په مقاله کې د بادام باغ زندان ستونزو ته هم پام شوی دی.

په مقاله کې راغلي، په هغه زندان کې چې د ۱۷۰ کسانو لپاره جوړ شوی دی، ۵۱۸ زندانيان څه ډول اوسي.

نيویارک ټايمز د افغانستان د عدليې وزیر عبدالبصیر انور له قوله ليکلي چې وايي: نه‌شي کولای ټول زندانيان په یوځای کې وساتي، نو اړ دي چې په حملو او ترورېستي پېښو تورن کسان له نورو جلا وساتي.

ښاغلي انور دا هم ويلي چې که زندانيان له یو بل څخه ليرې ونه‌ساتل شي، ښايي هغه کسان چې د غلاوو په تور زنداني دي، د نورو له لاسه ماغزه دومره ومينځل شي چې له زندانه له راوتلو وروسته ښايي ځانوژونکي شي.

  • واشنګټن پُسټ

واشنګټن پُسټ روځپاڼې د افغانستان په پلازمېنه کې د هوا ککړتيا ته کتلي او د مقالې په پیل کې یې ليکلي: په جګړه ځپلي کابل کې سکاره او ټايرونه خلک تاوده ساتي، خو ښار له دوده ډک شوی دی.

زهرجنې هوا کابل پر سر اخيستی او د دې ورځپاڼې په وینا، د دې ښار اوسېدونکي په ژمي کې د تودېدو لپاره له سکرو، لرګو، د موټرو له ټايرونو او حتی له کثافاتو استفاده کوي.

واشنګټن پُسټ: د کابل اوسېدونکي په ژمي کې د تودېدو لپاره له سکرو، لرګو، د موټرو له ټايرونو او حتی له کثافاتو استفاده کوي.

​ورځپاڼې د کابل د یوه اوسېدونکي محمد شریف چې د ستوني او سږو په ناروغۍ اخته دی له قوله لیکلي چې نه‌شي کولای د کور تودولو لپاره برق او ګاز وکاروي، نو پر ځای یې لرګي، پلاستيک او حتی د حيوانانو له وازده استفاده کوي.

د واشنګټن پُسټ په وينا، افغانستان چې له اوږدمهاله بحران سره مخامخ دی، په تېرو ۱۸ کلونو کې یې تر ډېره د امنیت او بیارغونې پر پلانونو تمرکز کړی دی او په نتیجه کې یې چاپېريال ساتنې ته ډېر کم پام کړی دی.

د چاپېریال ساتنې د متخصصینو په وینا، حکومت د چاپېريال ساتنې په برخه کې د تجهيزاتو له سخت کمښت سره مخامخ دی او نه‌دی توانېدلی په کابل کې د سکرو د مصرف او مضرو ګازونو مخه ونيسي.

واشنګټن پُسټ ورځپاڼې ليکلي چې د نړیوال روغتیايي سازمان د امارو پر اساس هر کال په ټوله نړۍ کې ۴،۲ میليونه کسان مړه کېږي او تر ۷۰ زره زيات‌يې په افغانستان کې دي.

د افغانستان د روغتیا په برخه کې چارواکو ويلي چې تر اوسه دقیق امار نه‌لري چې په دې هېواد کې د هوا د ککړتيا له کبله تلفات تر کومه حده دي.

XS
SM
MD
LG