د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

زاړه موټراو بې كيفيته تېل په افغانستان كې د هوا د ككړوالي سبب ګرځي


د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په هېواد كې د هوا د ككړوالي له امله سخته اندېښنه لري
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په هېواد كې د هوا د ككړوالي له امله سخته اندېښنه لري

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، چې په هېواد كې د هوا د ككړتيا د مخنيوي لپاره بايد ټول په ګډه كار وكړي. د عامې روغتيا د وزارت وياند ډاكټ كارګراوغلي د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل،

چې تر ټولو زياته اندېښنه د كابل د ښار په برخه كې موجوده ده ځكه هوا يي تر بل هر ولايت څخه زياته ككړه ده .

نوموړي دغه راز د هوا د پاكېدو په برخه كې د افغانستان د كورنيو چارو د وزارت نوي هڅې وستايلې او داسې يي زياته كړه:

"غوره به وي، چې د دې كارونو ترڅنګ د تيلو كيفيت هم په نظر كې ونيول شي خو موږ تل ويلي دي، چې د هوا پاك ساتل د اړوندو دولتي ادارو ترڅنګ د عامو خلكو له دندو څخه هم ده.

او كه د ټول افغانستان او په ځانګړي توګه د كابل هوا ته وګورو نو په رښتيا هم چې موږ پرې ډيراندېښمن يو."

د افغانستان د عامې روغتيا د وزارت د وياند په وينا په هېواد كې د هوا د ككړتيا دوه مهم لاملونه په ترافيكي سيسټم كې د زړو موټرو موجوديت او هېواد ته د بې كيفيته تيلو واردول دي.

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت په دې وروستيو كې په هېواد كې د هوا د ككړتيا د مخنيوي لپاره له يوې خصوصي كمپنۍ سره يو تړون لاسليك كړى دى.

د كورنيو چارو د وزارت وياند زمرى بشري وايي، چې د دغه تړون له مخې به د موټرو د څارنې او بيا جوړونې مركزونه د هېواد په مختلفو برخو كې جوړ شي څو د هغو موټرو له ضرورونو څخه خلك وژغوري، چې زيات دود كوي.

ويل كيږي، چې د دغه پروګرام لومړي پړاو د شلو ميليونو ډالرو په ارزښت په كابل، بلخ، هرات، ننګرهار او كندهار ولايتونو كې پيليږي.
ښاغلي بشري زياته كړه، چې د موټرو د څارنې او بيا جوړونې د دغو مركزونو د كار د پيل د نېټې په اړه دا مهال خبرې روانې دي


ښاغلي بشري زياته كړه، چې د موټرو د څارنې او بيا جوړونې د دغو مركزونو د كار د پيل د نېټې په اړه دا مهال خبرې روانې دي او ددې پروګرام نور پړاوونه به بيا په ټول هېواد كې پيل شي.

ويل كيږي، چې په افغانستان كې په ځانګړي توګه په كابل كې د هوا د ككړتيا موضوع يوه ډيره جدي موضوع ده ځكه ويل كيږي د هوا د ككړتيا له امله هره ورځ په سلوګونو كسان په ډول ډول نارغيو اخته كيږي چې ځيني يي بيا مري هم.

كه څه هم د افغان حكومت چارواكو تر دې مخكې هم د هوا د ككړتيا د مخنيوي په برخه كې د يوشمېر نورو پروګرامونو د پېلېدو خبرې هم كړي وي، خو زيات افغانان په دې باور دي، چې دغو پروګرامونو تر اوسه پورې كومې ځانګړې مثبتې پايلي نه درلودې.

مجاهد جواد .
XS
SM
MD
LG