د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

د اوکراين پوځ: روسيې د اوکراين په ختيځ کې خپلو بريدونو ته دوام ورکړی


د روسيې او اوکراين جګړه
د روسيې او اوکراين جګړه

د اوکراین پوځ وایي، روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې د بخموت ښار پر پوځي بریدونو تمرکز ته دوام ورکړی دی.

د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز پرون په خپل ورځني راپور کې وویل، چې بخموت او اودیاوکه چیرې چې له څو میاشتو راهیسې سخته جګړه روانه ده، تر اوسه د دونیڅک په سیمه کې د مسکو د اصلي هدفونو په محور کې دي او د څنګلوري لوهانسک د سیمې پر بیلوهوریوکه هم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسیې بریدونو شدت موندلی دی.

د اوکراین لوی درستیز دغه راز خبرداری ورکړی چې په ټول اوکراین کې پر ملکي هدفونو د روسیې د هوایي او توغندویي بریدونو ګواښ شته.

روسیې په تېرو څو میاشتو کې د اوکراین د هستوګنې پر سیمو او د انرژۍ پر شبکو ظالمانه بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې په ملیونونه اوکراینیان په دې ساړه ژمي کې تیارې ته کېنولي دي.

د اوکراین په دنیپرو ښار کې پر یوې هستوګنيزې ودانۍ چې ویل کېږي ۱۷۰۰ کسان په‌کې اوسېدل، د روسیې د وروستي توغندویي برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل شوي دي.

د روسيې او اوکراين جګړه
د روسيې او اوکراين جګړه

د اوکراین د ولسمشرۍ د دفتر مشر اندرې یرماک پرون د سویس په داووس کې نړیوالې اقتصادي غونډې ته وویل چې، د فبرورۍ له میاشتې راهیسې چې په اوکراین کې د روسیې له‌خوا جګړه پیل شوې، له نهو زرو زیات ولسي وګړي وژل شوي دي.

د ده په خبره په وژل شویو کې ۴۵۳ یې ماشومان دي.

ملګرو ملتونو بیا په دې هېواد کې د وژل شویو ملکیانو شمېر له اوو زرو زیات ښودلی دی.

په عین حال کې کییف یو ځل بیا له خپلو لوېدیځ متحدانو غوښتي چې د عصري ټانکونو په ګډون د پرمختللو درنو وسلو په ورکولو کې بېړه وکړي.

د امریکا او اوکراین لوړپوړو پوځي چارواکو پرون د لومړي ځل لپاره د اوکراین په جنوب ختیځ کې په یوه پټ ځای کې سره وکتل.

د روسيې او اوکراين جګړه
د روسيې او اوکراين جګړه

د امریکا د پوځ ویاند وویل چې، د امریکا د وسله‌والو ځواکو لوی درستیز جنرال مارک میلي د اوکراین د پوځ له لوی درستیز والیري زالوژینې سره اوکراین پولې ته نژدې د پولنډ پر یوه پوځي اډه کې وکتل.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او یو شمېر نورو رسنیو راپور ورکړ چې، د امریکا په پوځي پلاوي کې پنځه افسران، یو ژباړونکی او امنیتي پرسونل شامل وو.

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له‌مخې د امنیتي د لایلو له امله د دغې غونډې راپور نه و، ورکړل شوی.

د امریکا د پوځ ویاند ډګروال ډیویډ بټلر وویل، دواړو خواو فکر کاوه چې مهمه ده دا غونډه پټه وساتل شي.

هغه زیاته کړه، دا ډېره مهمه ده چې د دوو لوريو ډېر مهم پوځي چارواکي له یو بل سره کېني او پر ډېرو مهمو مسایلو سره مخامخ خبرې کوي چې د ده په خبره دا توپیر رامنځته کوي.

له کله چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی، د اوکراین او امریکا د پوځ لویو درستیزانو ډېر ځلې سره خبرې کړي خو دا لومړی ځل دی چې دواړو سره مخامخ ګوري.

د دوی د خبرو نور جزیات نه‌دي په ډاګه شوي.

XS
SM
MD
LG