د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

د زلنسکي د سولې طرحې ته د روسیې غبرګون؛ نوي واقعيتونه بايد په پام کې ونيول شي


د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین ویاند دیمیتري پسکوف
د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین ویاند دیمیتري پسکوف

روسیې د اوکراین د ولسمشر د سولې د طرحې په تړاو وویل چې، نوي واقعیتونو ته باید پام وشي.

روسیې د اوکراین څلور سیمې، زاپروژیا، دونیڅک، لوهانسک او خرسون له خپلې خاورې سره یوځای کړې دي او تر دې مخکې یې د اوکراین کریمیا ټاپوزمه د خپلې خاورې برخه ګرځولې وه.

ماسکو اوس د روسیې دغې جغرافیې ته د نويو واقعیتونو په سترګه ګوري.

د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین ویاند دیمیتري پسکوف پرون د تیلفون له لارې د ورځني خبرې کنفرانس په ترڅ کې د اوکراین د ولسمشر ولودومیر زلنسکي د سولې د وړاندیز په تړاو د اوکراین هغو څلور سیمو ته اشاره وکړه چې په غیرقانوني ډول روسیې له خپلې خاورې سره یوځای کړې دي.

"د اوکراین د سولې هیڅ پلان له اوسنیو واقعیتونو پرته طرحه کېدای او رامنځته کېدای نه‌شي.

نوموړي وويل: "د اوکراین د سولې هیڅ پلان له اوسنیو واقعیتونو پرته طرحه کېدای او رامنځته کېدای نه‌شي. د روسیې د خاورې واقعیت چې څلور نوې سیمې ورسره یو ځای شوې دي، هیڅ طرحه پرته له دې چې دا حقیقت په‌کې په نظر کې نیول شوی وي نه‌شي کېدای چې سوله‌ییز وي او سوله‌ییز اعلان شي."

روسیې د ډسمبر په میاشت کې د اوکراین دونیڅک، لوهانسک، خرسون او زاپروژیا سیمې له خپلې خاورې سره یو ځای کړې.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي تېره اونۍ چهارشنبې کانګرس ته په واشنګتن کې د وینا پرمهال وویل چې، له ولسمشر جو بایډن سره یې د لیدو پر مهال د سولې د یوه فورمول وړاندیز کړی او هیله‌من دی چې ضمانتونه یې وشي.

د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي
د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي

زلنسکي وایي چې د سولې دا طرحه لس مادې لري چې دی چمتو دی د سولې په غونډه کې برخه واخلي.

د اوکراین د ولسمشر په وینا، داسې خبرو ته چې د نړیوال حقوقي نظم لپاره وي د روسیې لېوالتیا اړینه ده، زلنسکي په دې برخه کې نور جزییات ورنه کړل.

اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو په لټه کې ده او له کییف سره خبرې نه ردوي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین یوه ورځ وروسته تر دې چې زلنسکي واشنګتن ته ولاړ، وویل چې روسیه د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو په لټه کې ده او له کییف سره خبرې نه ردوي.

تر دې وروسته د متحد ایالتونو د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل چې د پوتین اقدامات یو مخ برعکس دي او هیڅ داسې نښه یې نه ده ښکاره کړې چې دی په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره خبرو ته لېواله دی.

د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم ویلي دي چې روسیې د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو لپاره رښتیني دپلوماسۍ ته لېوالتیا نه ده ښکاره کړې.

د سږکال د فبروري له څلرویشتمې راپه دې خوا چې روسیې پر اوکراین غیرموجه برید کړی تر اوسه په لسګونو زره کسان دواړو لوریو ته وژل شوي او ټپیان شوې دي.

د ملګرو ملتو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ وایي چې پر اوکراین د روسیې د برید په نتیجه کې د قربانیانو تأیید شوې شمېرې شاوخوا اتلس زرو ته رسیږي.

د دې کمېشنرۍ په باور د جګړې له پیله د ډسمبر تر شپږ ویشتمې شپږ زره اته سوه څلور اتیا ملکیان چې څلور سوه نهه ویشت په‌کې ماشومان دي وژل شوي او لس زره نهه سوه اووه څلویښت تنه ټپیان شوې دي.

د دې جګړې له امله په میلیونونو اوکراینان له خپلو سیمو بې‌ځایه شوې دي او په میلیونونو نورو بهرنیو هېوادو ته پناه وړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG