د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پاکستان په زندانونو کې د افغان بنديانو پر وضعيت اندېښنه ښودلې


يو شمېر افغانان چې پاکستان کې زنداني شوي دي.
يو شمېر افغانان چې پاکستان کې زنداني شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ د پاکستان د سند ایالت بیا په ځانګړي ډول د کراچۍ په زندانونو کې د افغان بندیانو وضعیت ناوړه وباله.

د UNHCR د پاکستان څانګې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، دغه اداره په سند ایالت په ځانګړي ډول کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیول کېدو او توقیف د تصویرونو د کتلو له کبله سخته اندېښمنه شوې ده.

دغې ادارې زیاته کړې، ماشومان او کورنۍ بې له دې چې موقف یا وضعیت یې په پام کې ونیول شي، باید د زندان د تمبو شا ته نه وي پراته.

سند ایالت کې د بندي افغانانو شمېر ۱۴۰۰ ته رسيږي

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د حقونو مدافع منیزه کاکړ وايي، په سند ایالت کې د بندي افغانانو شمېر ۱۴۰۰ ته رسيږي، چې زیاته برخه یې ښځې او ماشومان دي او په وروستیو دوو میاشتو کې نیول شوي دي.

د هغې په وینا پر ځینو افغان بندیانو شا و خوا ۱۰زره پاکستانۍ روپۍ جریمه لګول شوې، چې دوی یې د ورکړې وس نه‌لري.

ډېر افغان کډوال د قانوني اسنادو نه درلودلو له کبله نیول شوي دي.

يو شمېر افغان ماشومان چې په پاکستان کې زنداني دي.
يو شمېر افغان ماشومان چې په پاکستان کې زنداني دي.

منیزې کاکړ د دغو بندي افغان کډوالو د وضعیت په اړه ازادي راډیو ته وویل: "هغه افغانان چې محکمو ته راوستل کېږي، اکثر دا شکایت لري چې په جېل کې ډېر زیات ظلم ورسره کېږي، غیرانساني چلند ورسره روان دی. دوی یې په داسې اتاقونو کې ساتلي، چې هلته اکثره پوډریان او نشه یان ساتل کېږي. اکثرو کې د خارښت مرض لګېدلی دی."

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی، بالاخره خاموشي ماته کړه او په یوه اعلامیه کې یې د دغو بندي افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه وښوده.

دغه سفارت ویلي، د پاکستاني ادارو او چارواکو له ژمنو سره- سره په پاکستان په ځانګړي ډول سند ایالت کې افغانان نه‌دي خوشې شوي.

ډېر افغان کډوال د قانوني اسنادو نه درلودلو له کبله نیول شوي دي.
ډېر افغان کډوال د قانوني اسنادو نه درلودلو له کبله نیول شوي دي.

دغه سفارت یو وار بیا پر پاکستاني چارواکو غږ کړی، چې: "پاکستان کې د مېشتو او مسافرو افغانانو، خصوصاً د ښځو، ماشومانو، سپین ږیرو او ناروغانو زنداني کول او ځورونه، خورا دردوونکې ده، د دواړو وروڼو هېوادونو د اړیکو لپاره ښه پایله نه‌لري."

د پاکستان حکومت د دغو زنداني شویو افغان کډوالو د وضعیت په باب کومه تبصره نه‌ده کړې، خو په ټولنیزو شبکو کې د دغو افغان بندیانو تصویرونو چې ډېری یې ماشومان دي، ډېر عکس العملونه پارولي دي.

XS
SM
MD
LG