د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

مؤسسو کې د ښځو پر کار بنديز؛ يو شمېر مؤسساتو افغانستان کې خپل فعاليتونه وځنډول


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د مرستندویه سازمانونو د فعالیتونو په درېدو اړمن افغانان سختو اندېښنو اخیستي.

له دې ډلې ځینو خلکو چې خپل نومونه یې نه‌دي اخیستي ازادي راډیو ته د ژوند له ستونزو یادونه کړې.

يو کس وويل: "په خدای سخت محتاج یم. بې‌کاره یم. معیوب یم. په بده ورځ یم. ډېر مشکلات لرم. بعضې خلک داسې فکر کوي چې عملي دی. نه په خدای که عملي یم. محتاجه یم."

د خدای په لحاظ د قران په لحاظ دې وطن کې څه شی وخورو؟ څه وکړو؟

دغه راز يو بل تن ازادي راډيو ته ويلي: "اې وروره د خدای په لحاظ د قران په لحاظ دې وطن کې څه شی وخورو؟ څه وکړو؟ دا څه وخت به دا وضعیت سمیږي؟ څه به کېږي؟."

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې لکونه خلک بې‌کاره شوي او د هغو کسانو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی چې سختو مرستو ته اړتیا لري.

په دې حال سره طالبانو د مرستندویه سازمانونو او مؤسسو د ښځينه کارکوونکو د کار مخه نیولې چې په غبرګون یې ځينو دغو مؤسسو خپل کارونه درولي.

له دې ډلې د ماشومانو د ساتنې مؤسسېSave The Children، د ناروې د مهاجرت شورا NRC او پاملرنې Care په یوه ګډه اعلامیه کې خبر ورکړ چې د ښځینه کارکوونکو د کار د بندیز له امله یې په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول.

د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت د شنبې په ورځ په افغانستان کې پر ښځو او نجونو په غیر دولتي او بهرنیو مؤسسو کې کار کول منع کړل.

دغه وزارت خبرداری ورکړی، چې که دغه حکم عملي نه‌شي، د غیر دولتي مؤسسو جواز به لغوه شي.

"کله چې مؤسسې نه وي او د نړۍ، ملګرو ملتونو او د افغانستان د خلکو ترمنځ اړیکې جوړې نه کړي، دا مرستې به مستحقو کسانو ته ونه رسیږي

له دې حکم وروسته د ماشومانو د ساتنې مؤسسې، د ناروې د مهاجرت شورا او پاملرنې چې د بشري مرستو په برخه کې فعالې دي، په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې، له ښځینه کارکوونکو پرته په افغانستان کې له اړو کسانو سره اغېزمنې مرستې نه‌شي کولای.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړی اذرخش حافظي په دې باور دی چې، په افغانستان کې د درېیو نړیوالو مرستندویه ادارو د فعالیتونو ځنډېدل به اقتصادي بحران او د خلکو ستونزې زیاتې کړي.

نوموړی وايي: "کله چې مؤسسې نه وي او د نړۍ، ملګرو ملتونو او د افغانستان د خلکو ترمنځ اړیکې جوړې نه کړي، دا مرستې به مستحقو کسانو ته ونه رسیږي او دا به ناورین دوه چنده کړي او د خلکو ستونزې به زیاتې کړي، ځکه اوس یوازې همدا نړیوالې مؤسسې دي چې خلکو ته یوه مړۍ ډوډۍ رسوي او د مرستندویه هېوادونو پیسې اړمنو ته رسوي."

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) په دې وروستیو کې ویلي چې، په ۲۰۲۳ کال کې چې یوه اونۍ ورته پاتې ده، په افغانستان کې به له ۲۸ میلیونو څخه زیات خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.

په افغانستان کې په نادولتي مؤسسو کې د ښځو د کار د ممانعت په غبرګون کې په افغانستان کې د درېيو بهرنيو بنسټونو له‌خوا د فعاليت د ځنډولو له اعلان سره سم، اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو، امريکايي چارواکو او ځينو نورو بنسټونو ويلي چې، دغه د طالبانو دا پرېکړه به اړمنو خلکو ته د مرستو په بهیر خورا منفي اغېز وکړي.

XS
SM
MD
LG