د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو پر وروستۍ پرېکړه د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


کابل کې یو شمېر نجونې د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې د لاریون پر مهال
کابل کې یو شمېر نجونې د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې د لاریون پر مهال

ګارډين ورځپاڼه:

ګارډین ورځپاڼه لیکي، د طالبانو د بیا واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې د دوی چارواکو بیا بیا دا ژمنه کوله چې یو پراخ بنسټه اسلامي حکومت به جوړ کړي؛ داسې حکومت چې په کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ښځو ته حقوق ورکړل شوې وي.

ورځپاڼې په کندهار کې د هغه وخت د امر بالمعروف د رئیس خبره را اخیستې ده چې ابزرور خپرونې ته یې ویلي و چې خلک دې نه ویريږي دوی یو معتدل نظام تشکیلوي.

د ګارډین په مقاله کې وړاندې راغلې دي چې د طالبانو د لومړیو وختونو دا ژمنې په تدریجي ډول له پامه غورځول شوې دي، کله ناکله څوک نه پوهیږي چې اوس دوی څه غواړي او یو نیم وخت د دوی رسمي تګلاره په وروستۍ شېبې کې بدلیږي.

د ورځپاڼې په مقاله کې دا خبره هم خپره شوې ده چې نن سبا د طالبانو په حکومت کې د هغو کسانو غږونه غلي شوي دي چې د اعتدال غږ یې اوچت کړی و.

د نجونو پر مخ د پوهنتونو د دروازو د تړلو امر طالبانو د سې شنبې په ورځ وکړ.

ګارډین لیکي چې، د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم په وروستیو کې ویلي و چې د ښځو زده کړې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په تضاد کې دي.

همدې ګارډین ورځپاڼې په خپلې ویبپاڼې کې په جلال اباد کې د هغې مظاهرې ویډیو هم خپره کړې ده چې د نجونو پرمخ د پوهنتون د دروازو تر تړل کېدو وروسته د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي په لسګونو محصلین راغونډ شول او دا شعار یې بدرګه کړ چې یا تحصیل د ټولو لپاره یا د هیچا لپاره هم نه.

ميل انلاین خپرونه:

میل انلاین خپرونې هم له پوهنتونونو څخه د نجونو د مخنیوي مساله را اخیستې ده او لیکي چې طالبانو د پوهنتون ښځینه کارکوونکې او استادانې هم په کور کېنولې.

د میل انلاین په باور په افغانستان کې د ښځو د روزنې یوازینی مرکز چې له تېر کال راهیسې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته لاهم پرانیستې و، وتړل شو.

د خپرونې په نظر د پروسږکال د اګست له پنځلسمې راوروسته چې طالبانو کابل ونیو دا ډله ورځ تر بلې افراطي شوې ده.

والسټریټ جورنال:

د لوېدیځ بله چاپي خپرونه، والستریت جورنال لیکي، د طالبانو دا پرېکړه چې نجونې دې پوهنتون ته نه ځي له نړیوال غبرګون سره مخامخ شوې ده.

د ورځپاڼې په مقاله کې راغلې دي د طالبانو دا پرېکړه د دوی د هغو هڅو په وړاندې یو خنډ دی چې د خپل حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره یې کوي.

د والسټریټ جورنال د دې لیکنې په باور، د واشنګټن له لورې پر طالبانو د بندیزونو علت دغسې اعمال دي چې په ورته وخت کې یې د افغانستان په دې سخت بشري بحران کې له افغانانو سره د امریکایانو د مرستو مخه نیولې ده.

XS
SM
MD
LG