د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

ځینې ښځینه زده کوونکي د ښوونیزو مرکزونو له تړل کېدو شکایت کوي


ارشیف: په پکتیا کې یوه ښوونیز مرکز زده کوونکي. December 26, 2021
ارشیف: په پکتیا کې یوه ښوونیز مرکز زده کوونکي. December 26, 2021

یو شمېر ښځینه زده کوونکي د طالبانو له لوري د ښوونیزو مرکزونو د دروازو له تړل کېدو شکایت کوي.

یوه ۱۶ کلنه نجلۍ چې د نورو نجونو په څېر له ښوونځي پاتې وايي، هغه مهال چې طالبانو له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې وتړلې دا په لسم ټولګي کې وه.

هغې وویل، کورنۍ يې سره له دې چې اقتصادي ستونزې درلودې، خو دا یې د زده کړو بېلابېلو کورسونو ته واستوله چې درسونو ته دوام ورکړي، خو دا فرصت هم ترې طالبانو واخيست.

دا نجلۍ چې نه غواړي د موضوع حساسيت له امله يې نوم په راپور کې واخيستل شي، ازادي راډيو ته وويل: "کورس ته د تللو پر مهال مې دا تجربه تر لاسه کړه چې یو څوک باید د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره څومره هڅه وکړي. ما کورس ته تلل یوه ښه خبره ګڼله. دا چې زه کورس ته تلم او هره ورځ خپلو موخو ته نږدې کېدم، کورس ته په تللو راضي وم، خو دوی دا دروازې هم پر مونږ وتړلې، هېڅ نه پوهېږم چې په له دې کار نه د دوی مطلب څه دی؟"

د حسینا په نوم له زده کړو محرومې یوې بلې نجلۍ ازادي راډيو ته وويل: "نږدې دوه کاله کېږي چې د ښوونځيو دروازې زمونږ پر مخ تړلي دي او مونږ زده کړي نه شو کولای. ما د ښوونځي مضمونونه په کورس کې ويلې، اوس د دې کورسونو دروازې هم زمونږ پر مخ بندې شوې."

شيلا يوه بله زده کوونکې وايي: "زمونږ حقونه بايد د طالبانو لخوا تر پښو لاندې نه شي. مونږ هم د زده کړې حق لرو. نه پوهېږو چې په کوم دليل يې دا حق زموږ نه اخيستی."

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د يوه مکتوب په ترڅ کې چې د یاد وزارت رياستونو ته يې لېږلی په مرکز او ولایاتو کې يې د زده کړو کورسونو د شپږم ټولګي څخه پورته په نجونو تړلي دي.

د افغانستان پوهنې وزارت
د افغانستان پوهنې وزارت

د ازادي راډیو خبرایل وغوښتل چې په دې اړه د طالبانو حکومت نظر هم واخلي، خو د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت چارواکو د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه، خو ازادي را‌ډيو ته يې په يوه ليکني مکتوب کې د زده کړو مرکزونو بندېدل تایيد کړل.

په داسې حال کې د طالبانو حکومت د نجونو پر مخ د ښوونیزو کورسونو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي چې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو دا تمه درلوده څو حکومت به په نوي ښوونیز کال کې د دوی د ښوونځیو دروازې پرانېزي.

د طالبانو له خوا په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د دغو بندیزونو او نورو بندیزونو لګول له پراخو کورنيو او بهرنيو غبرګونونو سره مخ شوی، خو له ډېرو نیوکو سره سره طالبان له خپلو پرېکړو نه دي په شا شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG