د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

د غبرګونونو دوام؛ جي اوه ډلې پر افغان نجونو د لوړو زده کړو بندیز بشري ضد جنایت وباله


د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو یا جي اوه ډلې د بهرنیو چارو وزیران
د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو یا جي اوه ډلې د بهرنیو چارو وزیران

د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو یا جي اوه ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه اعلامیه کې د ښځو او نجونو پر لوړو زده کړو د طالبانو له لوري لګول شوی بندیز غندلی او ویلي یې دي هغه د بشریت ضد جنایت بلل کېدای شي.

د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو ډلې چې د جي اوه په نوم یادېږي، په افغانستان کې له پوهنتونونو او د لوړو زده کړو له نورو موسسو څخه د نجونو او ښځو د منع کېدو د پرېکړې په وړاندې تند غبرګون ښکار کړی او طالبانو ته یې په خطاب کې ویلي چې دغه بندیز د بشریت ضد جنایت انګېرل کېدای شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې اننالینا بایربوک چې هېواد یې په اوس وخت د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو د ډلې مشري په غاړه لري، په برلین کې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته چې نوموړې یې مشري کوله، په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې جنسیتي تبعیض د بشريت پر ضد جنایت دی.

په اعلامیه کې جې اوه ډلې د طالبانو دغه پرېکړه چې ښځې یې پوهنتونونو ته له تلو منع کړي، په کلکه غندلې ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره اننالینا بایربوک
د جرمني د بهرنیو چارو وزیره اننالینا بایربوک

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې مېرمن بایربوک ویلي، له دې او د طالبانو له نورو اقداماتو چې د ښځو پر وړاندې یې کړي، داسې ښکاري چې طالبان یو سیسټماټیک سیاست مخ ته وړي.

په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې د روم د اساسنامې له مخې چې افغانستان هم لاسلیک کړې، جنسیتي تبعیض د بشریت ضد جنایت بلل کېدای شي.

د طالبانو د حکومت وروستۍ پرېکړه د نړیوالو له پراخو او تندو غبرګونونو سره مخامخ شوې.

په دې ترڅ کې د هند د بهرنیو چارو وزارت هم د طالبانو پر دغې پرېکړې اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دې چې هند تل په افغانستان کې د ښځو د زده کړې ملاتړ کړی دی.

د دې وزارت ویاند اریندام بګچي د ملګرو ملتونونو ۲۵۹۳ پرېکړه لیک ته اشاره کړې چې د ښځو په ګډون پر بشري حقونو د ټینګار ترڅنګ هغه ډېر مهم بولي چې رعایت شي.

دغه پرېکړه لیک همدارنګه په ټولنه کې د ښځو د بشپړې، مساوي او بامفهمومې ونډې اخیستو غوښتنه کوي.

په عین حال کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وزیر مولود چاوش اوغلو د طالبانو دغه پرېکړه غندلې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې پر ښځو د لوړو زده کړو بندیز لګول نه اسلامي دی او نه هم انساني.

چاوش اوغلو دغه څرګندونې پرون پنجشنبې د یمن د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وزیر مولود چاوش اوغلو
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وزیر مولود چاوش اوغلو

د ترکیې د حریت ورځپاڼې د راپورله مخې، چاوش اوغلو ویلي چې د طالبانو دغې پرېکړې دوی ډېر خفه کړي او هغه د ډېرې اندېښنې وړ ده.

چاوش اوغلو د پوښتنې په بڼه دا موضوع راپورته کړه چې د ښځو تعلیم افغانستان ته څه زیان رسوي او د دې بندیز ګټه څه ده؟

هغه ټینګار وکړ، چې اسلام د تعلیم مخالف نه دی، بلکې د تعلیم ملاتړ کوي او له طالبانو غواړي چې دغه پرېکړه بېرته واخلي.

تر دې یوه ورځ مخکې د ترکیې د ولسمشر ویاند هم د طالبانو پر دې پرېکړې انتقاد کړی او هغه یې د اسلام له روح سره په ټکر کې بللې او ویلي وو چې دغه بندیز په مذهب کې ځای نه لري.

خو د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم پرون له لوړو زده کړو څخه د اناثو د محرومولو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع وکړه او ویې ویل چې په تېرو شاوخوا پنځلسو میاشتو کې هغه اصلاحات چې د ده په وینا د اسلامي شریعت پر اساس د نجونو د لوړو زده کړو په برخه کې په پوهنتونو کې عملي شوي وای، عملي نه شول او په دې موده کې مسوولو چارواکو له مصلحته کار واخیست.

نوموړي تېره شپه د افغانستان له ملي تلوېزیون سره په مرکه کې له محرم پرته په لیلیو کې د نجونو د استوګنې او سفر، د شرعي حجاب نه مراعاتول، په پوهنتونونو کې د ښځینه او نارینه محصلینو نه جلاوالی او د ده په وینا په تدریسي نصاب کې د ښځو د شان خلاف د ځینو رشتو موجودیت هغه څلور عمده لاملونه یاد کړل چې د ده په وینا دوی یې دې ته اړ کړل چې دغه پرېکړه وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG