د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۹

د فوټبال نړیوال جام پایلوبه؛ د ارجنټاین او فرانسې لوبو ته کتنه


د ارجنټاین فوټبال لوبډلې لوبغاړي
د ارجنټاین فوټبال لوبډلې لوبغاړي

ټاکل شوې ده چې نن د ډسمبر۱۸مه د فوټبال نړیوال جام وروستۍ یا پایلوبه د ارجنټاین او فرانسې ترمنځ ترسره شي.

دغه سيالي به د کابل پر وخت ماښام ۷:۳۰ د قطر په لوسیل لوبغالي کې پيل شي.

که هره لوبډله پایلوبه وګټي، نو د درېيم ځل لپاره به د نړیوال جام اتلولي ترلاسه کوي.

د فرانسې لوبډلې د تېر ۲۰۱۸ زيږدیز کال نړیوال جام اتلولي هم ګټلې وه، خو ارجنټاین په وروستي ځل په ۱۹۸۶ کال نړیوال جام ګټلی و.

  • د یو بل پر وړاندې د دواړو لوبډلو د لوبو پایلې

تر دې دمه فرانسه او ارجنټاین په ۱۲ نړیوالو لوبو کې مخ شوي دي، ارجنټاین ۶ او فرانسې ۳ لوبې ګټلي دي او ۳ لوبې بې پایلې پای ته رسېدلي دي.

فرانسه بیا یو بل ریکارډ لري چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې یې په حذفي پړاو لوبو کې هېڅ لوبه نه ده بایللې.

  • تر پایلوبې د ارجنټاین سفر

ارجنټاین په c ګروپ کې له پولنډ، مکسیکو او سعودي عربستان سره یوځای و، لومړۍ لوبه یې د نومبر میاشتې په ۲۲ نېټه له سعودي عربستان سره وه چې ۲ـ۱ یې وبایلله.

تر دې بایللو وروسته چې فکر کېده ارجنټاین د شپاړلس غوره پړاو ته هم ونه رسېږي، په دویمه لوبه کې مکسیکو ته ۲ـ۰ پر وړاندې او پولنډ ته هم ۲ـ۰ پر وړاندې ماتې ورکړې.

ارجنټاین د شپاړلس غوره لوبډلو په مرحله کې اسټرالیا ته ۲ـ! ماتې ورکړه.

د کوارټر فاینل پړاو یې بیا له هالنډ سره ۲ـ۲ برابر کړ، خو په پینالټي شوټونو کې یې ۴ـ۳ لوبه وګټله.

د نیمه پایلوبه سيالي یې بیا له کرویشیا سره وه، خو په ډېرې اسانۍ یې ۳ـ۰ په مقابل کې پایلوبې ته ځان را ورساوه.

  • تر پایلوبې د فرانسې سفر

فرانسه بیا په D ګروپ کې له اسټرالیا، تونس او ډنمارک سره یوځای وه.

لومړۍ لوبه یې د نومبر په ۲۲ نېټه له اسټرالیا سره وه چې ۴ـ۱ وګټله.

دغه راز یې په دویمه لوبه کې ۲ـ۱ ډنمارک هم مات کړ، خو ۱ـ۰ پر وړاندې یې بیا له تونس ماتې وخوړه.

د شپاړلس غوره لوبډلو په پړاو کې یې په ډېرې اسانۍ سره سنیګال ته ۳ـ۰ ماتې ورکړه، خو د کوارټرفاینل په پړاو کې یې د ټورنمنټ تر ټولو پیاوړې لوبډله انګلستان ۲ـ۱ له سياليو بهر کړه.

فرانسې په نیمه پایلوبه کې په داسې حال کې مراکش ته ۲ـ۰ پر وړاندې ماتې ورکړه چې د مراکش لوبه پرې شپېته سلنه غوره وه.

  • ستوري لوبغاړي

۳۵ کلن لېونل میسي د نړۍ په کچه شهرت لري، حتا د هغو ملکونو وګړي یې هم پېژني چې فوټبال په کې د لومړنۍ لوبې په توګه نه ترسره کېږي.

لېونل میسي
لېونل میسي

نوموړي په ۵ نړیوالو جامونو کې د ارجنټاین استازولي کړې ده، خو دده په وخت کې یې یو ځل هم اتلولي نه ده ګټلې او که دا ځل یې وګټي لومړی ځل به وي.

ویل کېږي چې تر دې لوبې وروسته ښايي میسي په بل نړیوال جام کې ونه لوبېږي.

میسي دویم زوړ لوبغاړی دی چې په نړیوال جام کې د یوه ملک لپاره لوبډلمشري کوي.

د فرانسې ځوان ستوری کیلیان ایمبپي بیا تر دې دمه مخکښ ګول وهونکی دی، هغه پينځه ګولونه ترسره کړي دي. ایمبپي د ۲۰۱۸ نړیوال جام په ګټلو کې هم فرانسې ته مهم رول لوبولی و.

د یادونې ده چې د ۲۰۲۲ زیږدیز کال د فوټبال نړیوال جام سيالۍ د نومبر په ۲۰ نېټه د قطر او اېکوادور ترمنځ پيل شوې چې تر دې دمه د ۳۲ هېوادونو ترمنځ ۶۳ سيالۍ ترسره شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG