د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

فوټبال؛ د حذفي لوبو پړاو کې مراکش له اسپانيا او پرتګال له سويس سره لوبه کوي


قطر کې د فوټبال نړيوال جام
قطر کې د فوټبال نړيوال جام

ټاکل شوې چې د فوټبال د نړیوال جام د حذفي لوبو د پړاو په دوو وروستیو لوبو کې د کابل په وخت د ماښام په اوه نیمو بجو مراکش او اسپانیا او د شپې په یوولس نیمو بجو پرتګال او سویس سره مخامخ شي.

پرون د دې پړاو په دوو لوبو کې د جاپان او کرویشیا ترمنځ سیالي مساوي شوه چې وروسته کرویشیا په پنالټي شوټونو کې وګټله او د برازیل او جنوبي کوريا لوبه څلور- یو د برازیل په ګټه پای ته ورسېده.

د نړیوال جام کوارټر فاینل لوبو ته د اتو بریالیو لوبډلو د سیالۍ پړاو د جمعې په ورځ د لیندۍ په اتلسمه پیلېږي.

XS
SM
MD
LG