د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

فیفا فوټبال نړیوال جام؛ نن لومړنۍ نیمه پایلوبه ترسره کېږي


قطر کې د فوټبال نړيوال جام
قطر کې د فوټبال نړيوال جام

د فوټبال نړیوال جام لومړنۍ نیمه پایلوبه د قطر په لوسیل لوبغالي کې د ارجنټاین او کروویشیا ترمنځ پيليږي.

دغه سيالي چې نن(سه شنبه) د کابل پر وخت ماښام اوه نیمې بجې پيليږي د اټکل له‌مخې به تر نوي زرو پورې خلک لوبغالي ته د نندارې په پار راشي.

ارجنټاین په کوارټرفاینل کې د هالنډ او کروویشیا د برازیل په ماتولو سره نیمه پایلوبې ته راووتل.

ټاکل شوې ده چې دویمه نیمه پایلوبه به سبا د فرانسې او مراکش ترمنځ ترسره شي.

د دې سیاليو پایلوبه به د ډسمبر میاشتې په اتلسمه نېټه وي.

XS
SM
MD
LG