د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

هند بیا په افغانستان کې د ترهګرو شبکو د فعالیت دوام د اندېښنې وړ وباله


د هند د ملي امنیت سلاکار اجیټ ډووال
د هند د ملي امنیت سلاکار اجیټ ډووال

د هند د ملي امنیت سلاکار اجیټ ډووال وايي، په افغانستان کې د ترهګرو شبکو د فعالیت دوام د اندېښنې وړ مسئله ده.

که څه هم طالبان هر ځل وايي چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې نه‌شته، خو ښکاري چې د دوى دا خبره د نړیوالو زړه ته نه لوېږي.

تازه یو ځل بیا د هند د ملي امنیت سلاکار اجیټ ډووال ویلي، د افغانستان په ګډون په سیمه کې د ترهګرو ډلو ګواښونه د ټولو لپاره یوه ستره اندېښنه ده.

هغه وویل: "د تروریزم مالي ملاتړ او د تروریزم پر وړاندې ګډه مبارزه باید زموږ ټولو ګډ هدف وي. موږ همدا ډول د ملګرو ملتونو له ټولو غړو هېوادونو غواړو چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې خپله ونډه او مسوولیت واخلي او په دی اړه شته کنوانسینونه مراعت کړي او د ټولو هغو ډلو او افرادو له تمویله لاس واخلي چې په ترهګرۍ کې ښکېل دي."

په نوي دهلي کې په جوړه شوې غونډه کې د سویلي اسیا ازبیکستان، تاجیکستان، ترکمنستان، قرغیزستان او قزاقستان د هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو او استازو ګډون کړی.

هندي رسنيو د خپلو چارواکو له قوله لیکي، د دې غونډې هدف د افغانستان امنیتي وضعیت، له افغانستانه د ترهګرۍ خپرېدو او په ټوله کې د افراطیت له ګواښ سره مبارزه او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د هند د اړیکو ښه کول دي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته رالېږلي پیغام کې دا رد کړې چې ګنې افغانستان نورو هېوادونو ته ګواښ دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

هغه وايي، دوی په هغه ژمنه ولاړ دي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.

په نوې دهلي کې په دې جوړه شوې غونډه کې د تاجکستان د ملي امنیت سلاکار نصرالله محمود زاده د افغانستان وضعیت پېچلی وباله او زیاته یې کړه، مرکزي اسیا کې ورانونکی افراطیت د رُشد په حال کې دی.

د قرغزستان د ملي امنیت سلاکار مارات ایمان‌کولوف بیا وویل، مرکزي اسیا د ترهګرۍ، افراطیت او د نشه‌يي توکو د قاچاق له ګواښ سره مخ ده.

نوموړي د افغانستان اوسني وضعیت ته اشاره وکړه او ویې ویل، دې حال د سیمې په سولې، ثبات او امنیت اغېز کړی دی.

که څه هم په دې غونډه کې په افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښ په‌ له‌ منځه وړو ډېر بحث وشو، خو له دې سره سره، د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار ویکتور محمودوف وویل، افغانستان باید منزوي نه‌شي، ځکه اوسمهال په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره سټراټیژیک امکانات او فرصتونه شته.

هغه زیاته کړه: "باید پرې‌ نه‌ږدو چې افغانستان له ټولنیز، اقتصادي او بشري ناورین سره مخ شي."

په هند کې د مرکزي اسیا هېوادونو د استازو ګډه غونډه داسې مهال جوړېږي چې د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړي استلزي ټوماس ویسټ هم له هندي چارواکو سره له کتنې وروسته په خپله ټویټرپاڼه د افغانانو ترمنځ پر سیاسي ډیالوګ ټینګار کړی او زیاتوي، په دې اړه د نړیوالې ټولنې ترمنځ اجماع شته چې افغانان ددې نوښت مشري په غاړه واخلي.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړي استلزي ټوماس ویسټ
د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړي استلزي ټوماس ویسټ

وېسټ د نسکور شوي جمهوري نظام د ملي مصالحې د عالي شورا له رييس عبدالله عبدالله سره هم کتلي او زیاتوي، دواړو هر ژر تر ژره د افغانانو ترمنځ د خبرو په پیل ټینګار کړی دی.

د افغانانو ترمنځ یوې روغې جوړې ته د رسېدو لپاره د خبرو په پیل داسې مهال ټینګار کېږي چې طالبان د واک په انحصار او د یوه ټول ګډونه حکومت په نه جوړېدو تورن دي، خو طالبان وايي، اوسنی رژیم یې ټول شموله دی.

XS
SM
MD
LG