د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

پر افغانستان خبرې؛ توماس وېسټ يو شمېر هېوادونو ته سفر پيل کړ


د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېست
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېست

په تېرو پنځو میاشتو کې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ د افغانستان پر مسایلو د بحث لپاره درې بېلابېلو هېوادونو ته سفر کوي.

د امریکا متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزارت د ښاغلی وېسټ د سفر په اړه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي: "د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېست به د امریکا له ملګرو هېوادونو او افغانانو سره په افغانستان کې پر بشري وضعیت او اقتصادي ناورین، د افغانانو د حقونو خوندي تابه او پر ګډو امنیتي اندېښنو خبرې وکړي. دغه شان به وېست په بهر کې مېشتو د بشري حقونو فعالانو، سوداګرو، سیاستوالو او رسنیو له مسوولینو سره دغو ننګونو ته د رسېدنې په موخه وګوري."

ښاغلی وېست هم د دغه سفر په اړه پر خپل ټویټر لیکلي: "زه د ډسمبر میاشتې له لومړۍ تر اتمې نېټې جاپان، هند او متحده عربي اماراتو ته سفر کوم ترڅو له خپلو شریکانو سره د بشری ملاتړ پر مهمه مسئله همغږي رامنځته کړو او په افغانستان کې د نجونو او ښځو له زده‌کړو او بشري حقونو دفاع وکړو."

مخکې تر دې ښاغلي وېست د روان میلادي کال په مې میاشت کې ترکیې او ازبکستان ته هم سفرونه کړي وو او د دغو سفرونو په لړ کې یې د بشر او ښځو د حقونو له فعالانو سره د لیدو پر مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستو او د طالبانو حکومت له لوري پر ښځو د لګولو شویو محدویتونو پر لیرې کولو خبرې کړې وې.

خو له دغو لیدنو کتنو پنځه میاشتې وروسته لا هم د نجونو ښوونځي نه‌دي پرانیستل شوي، په ډېری دولتي ادارو کې ښځې له کاره راګرځول شوي، له شرعي محرم پرته په لرې واټن سفر بندیز او تازه تفریحي پارکونو ته د ښځو پر تګ هم د طالبانو له‌خوا محدودیتونه رامنځته شوي دي.

"یو شی خورا څرګند دی چې په تېرو شلو کلونو کې هر څومره ناستې، چې د سیمې په هېوادونو کې وشوې یوې هم نتیجه ورنه کړه"

طالبانو بیا په وار وار ویلي، چې د شرعیت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي، خو په اړه یې کوم تعریف نه‌دی وړاندې کړی.

د چارو شنونکی نجیب‌الله ازاد په دی باور دی، چې د افغانستان په مسله کې د امریکا مستقیم ښکېلېدل کولی شي وضعیت کې بدلون رامنځته کړي، خو دی په افغانستان کې د شته وضعیت د تغیر په برخه کې د سیمې پر هېوادونو د امریکا تکیه کول بې ګټې او د وخت ضایع کول بولي.

ښاغلی ازاد وايي: "یو شی خورا څرګند دی چې په تېرو شلو کلونو کې هر څومره ناستې، چې د سیمې په هېوادونو کې وشوې یوې هم نتیجه ورنه کړه، تر هغو چې د افغانستان په اړه د پرېکړو مدیریت امریکا نه‌وي کړی. نن هم د نړۍ او سیمې هېوادونه امریکا ته ګوري، چې د افغانستان په قضیه کې دې امریکا تصمیم ونیسي، هر تصمیم چې متحده ایالاتونه نیسي، نړۍ به ورسره دریږې، نور هېوادونه دا ریسک هم نه‌شي اخیستی او دا توان هم نه‌لري."

نجيب ازاد
نجيب ازاد

ښاغلی وېسټ داسې مهال هند، متحده عربي اماراتو او جاپان ته په افغانستان کې د بشري او اقتصادي وضعیت، د ښځو د حقونو او ګډو امنیتي اندېښنو په اړه سفر کوي، چې په افغانستان کې په دې ټولو برخو کې په دې ورستیو کې نړیوالې اندېښنې مخ په ډېرېدو دي او افغانان په ځانګړي ډول افغان مېرمنو پر دوی د لګول شویو محدودیتونو په اړه له نړۍ غوښتي، چې په اندېښنو، اعلامیو او د ټولنیزو رسنیو له لارې په عدالت غوښتنې نه کېږي، باید جدي اقدامات ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG