د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

د ناټو سرمنشي: ښايي د اوکراین جګړه نورې اروپا ته هم وغځېږي


اوکرایني ځواکونه د جګړې په لومړۍ کرښه کې
اوکرایني ځواکونه د جګړې په لومړۍ کرښه کې

په داسې حال کې چې په اوکراین کې لاهم د روسیې راکټي حملې روانې دي د ناټو عمومي منشي وايي دی وېرېږي چې د اوکراین جګړه به له ادارې ووځي او په یوه پراخ کړکېچ به بدله شي.

د ناټو عمومي منشي یینس سټولټنبرګ وېره ښودلې چې د اوکراین جګړه له کنټروله ونه وځي.

سټولټنبرګ پرون د ډسمبر نهمه له ناروېژي تلوېزیون سره په مرکه کې وویل که مسایل د اوس په څېر په ناسم لوري روان وي نو دا خطر شته چې پر یوه خطرناک لوري ولاړ شي.

سټولټنبرګ ویلي دي چې په اوکراین کې روانه جګړه ډېره وېروونکې ده او زیاته کړې یې ده چې که دا جګړه په همدې دول دوام وکړي نو امکان لري چې لویه او څو اړخیزه شي او د روسیې او ناټو ترمنځ په جګړه بدله شي.

خو سټولټنبرګ په عین حال کې یادونه وکړه چې ناټو هره ورځ هڅه کوي د داسې یوه حالت مخه ونیسي.

د ناټو عمومي منشي یینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي یینس سټولټنبرګ

سټولټنبرګ چې د ناروې د صدراعظم په توګه یې هم دنده ترسره کړې ده، په خپله مرکه کې دا یادونه هم وکړه چې د هراړخیزې جګړې احتمال شته، خو ورسره یې زیاته کړه چې مهمه دا ده چې باید د داسې جګړې مخه ونیول شي چې د اروپا نور هېوادونه هم په کې دخیل دي او همدا د دې باعث کېدای شي چې دا جګړه نورې اروپا ته هم وغځېږي.

کریملین په وار وار د ناټو پر متحدانو تور لګولی دی چې اوکراین ته د وسلو، د سرتېرو د روزنې او پر روسي ځواکونو د حملو لپاره د استخباراتي اطلاعاتو د رسولو په وسیله په دې جګړه کې ښکېل شوي دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې پرون هم د اوکراین په ختیځ او جنوب کې، په تېره په هغه سیمو کې چې روسیې په سپټمبر میاشت کې په غیرقانوني ډول د خپل قلمرو جز وګرځول، د درنو جګړو راپورونه ورکړل شول.

د اوکراین د ولسمشر دفتر پرون وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسیې د راکټي حملو په نتیجه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي.

د یو بل خبر له مخې سپینې ماڼۍ بېګا له اوکراین سره د ۲۷۵ میلیون ډالر نوې مرسته اعلان کړه.

دا مرسته د اوکراین د هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره په پام کې نیول شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG