د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

بریتانیا: روسیه د اوږدواټنه توغندیو له کموالي سره مخامخ ده


د بریتانیا پوځي استخباراتو د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې روسیه احتمالاً له زړو اټومي- کروز توغندیو اټومي سروکي لیرې کوي او د غیرمسلح مهماتو په توګه یې د اوکراین پر لوري توغوي.
د بریتانیا پوځي استخباراتو د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې روسیه احتمالاً له زړو اټومي- کروز توغندیو اټومي سروکي لیرې کوي او د غیرمسلح مهماتو په توګه یې د اوکراین پر لوري توغوي.

د بریتانیا پوځي استخباراتو د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې روسیه احتمالاً له زړو اټومي- کروز توغندیو اټومي سروکي لیرې کوي او د غیرمسلح مهماتو په توګه یې د اوکراین پر لوري توغوي.

د بریتانیا دفاع وزارت په خپلو ورځنیو معلوماتو کې چې پر ټویټر یې خپاره کړي ویلي، دا که د روسیې اراده هرڅه وي، خو دا جوتوي، چې د دغه هېواد د اوږدواټنه توغندیو زېرمې کمې شوې دي.

یاد وزارت ویلي، اوکراین ته د یوه ویشتل شوي کروز توغندي د پاتې شونو له تصاویرو ښکاري چې دغه توغندي په ۱۹۸۰یمو کلونو کې د اټومي لېږد رالېږد لپاره ډیزاین شوي وو.

تر دې مخکې راپورونه ورکړل شوي وو، چې اوکراین په زیاتو سیمو کې د روسي ځواکونو پر خلاف خپل ځوابي پوځي عملیات سخت کړي دي.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي، چې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي د غرب دغه پوځي اتحاد به د کییف له ملاتړه لاس وانخلي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

ناټو ځواکونو د جمعې په ورځ د پولنډ د شمال په سوالکي ګپ کې په پوځي تمریناتو کې برخه واخیسته، دا هغه ساحه ده چې د بېلاروس او د روسیې له خوا اشغال شوې کالیننګراد ته څېرمه پرته ده او د ناټو د ختیځ بلاک امن ته ځانګړی اهمیت لري.

جرمني ویلي له خپلو متحدانو سره د پولنډ پر هغې غوښتنې بحث کوي، ویلي یې وو د جرمني د هوايي دفاع د ګزمې قطعات دې اوکراین ته ولېږل شي.

دا غوښتنه وروسته تر دې وشوه، چې د ناټو سرمنشي وویل، چې دغه پوځي تړون به د داسې کوم اقدام مخالفت ونه کړي.

په اوکراین کې د روسیې د جګړې پر مهال لومړی ژمی راروان دی او اوس به دا ثابته کړي چې ایا اوکراین کولی شي له روسي ځواکونو د خپلو له لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي، که روسيه به د کییف د هڅو مخه ونیسي.

په اوکراین کې د روسیې جګړه د سختې ویجاړۍ، د خلکو د بېځایه کېدو او سختو ځاني زیانونو سبب شوې ده.

د اوکراین د مالیې وزیر سرهی مارچینکو ویلي، د روسیې د میزایلو تر حملو وروسته د بیارغونې د لګښتونو پوره کولو لپاره د لویدیځ نور ملاتړ ته اړتیا لیدل کېږي.

په اوکراین کې د روسیې غیرموجه جګړه چې د فبرورۍ میاشتې پر ۲۴مه پیل شوې، لا هم دوام لري.

XS
SM
MD
LG