د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱

د ناټو سرمنشي: روسيه په اوکراين کې د ماتې په حال کې ده


اوکرايني سرتېري د جګړې په کرښه کې
اوکرايني سرتېري د جګړې په کرښه کې

د ناټو سرمنشي وايي، اوکرایني ځواکونو خپلو پام‌وړ لاسته راوړنو ته دوام ورکړی او روسیه د ماتې په حال کې ده.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، څرګند پیغام دا دی، چې ناټو به د اړتیا تر حده د اوکراین تر څنګ وي او د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین چې دغه جګړه پیل کړې، له اوکراین څخه د خپلو ځواکونو له ایستلو سره دغه جنګ پای ته ورسوي.

سټولټنبرګ پرون سې شنبه (د اکتوبر ۱۱مه) په بروکسل کې یوه کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل: "د عمل ابتکار د اوکراین په لاس کې دی او خپلو پام وړ لاسته راوړنو ته دوام ورکوي. حال دا چې روسیه د ملکیانو او حیاتي بنسټونو په وړاندې خپلو وحشتناکو او ړندو حملو ته دوام ورکوي. ولسمشر پوتین په اوکراین کې د ماتې په حال کې دی. د سیمو د الحاق، د ځواکونو د نسبي جلب احضار او د اټومي حملو په اړه یې بېباکانه لفاظي د یوې جګړې د پیل نښه ښيي."

د ناټو د سرمنشي ینس سټولټنبرګ په خبره ناټو د کړکېچ کوم لوری نه‌دی، خو له اوکراین څخه یې ملاتړ کلیدي رول لري او د ناټو متحدان د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا او له ځانه د دفاع د حق ملاتړي دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

پرون سې شنبه هم د روسیې د هوايي او راکټي حملو د سختېدو په نتیجه کې په لسګونو کسانو ته مرګ‌ژبله واوښته.

د اوکراین پوځ وايي، پرون هم پر پلازمېنه کییف د روسیې له خوا ۸۳ توغندي ویشتل شوي، چې ۴۳ یې په هوا کې د هوايي مدافع د دستګاه له خوا شنډ کړای شوي دي.

روسي چارواکو بیا ادعا کړې، پر هغه لوی پله چې د کریمیا ټاپووزمه د روسیې له اصلي قلمرو سره تړي، سخته چاودنه یو تروریستي عمل و او د دې په غبرګون کې یې پر اوکراین خپلې حملې سختې کړې دي.

روسیه وايي، هغه چاودنه د اوکراین د ځانګړو استخباراتي ادارو له خوا تنظیم شوې وه او د بلغاریا په ګډون ځینو هېوادونو په کې لاس درلود. بلغاریا د روسیې دا ادعا رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG