د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

اماراتو ته د وېسټ سفر؛ افغان مېرمنې: دا شان سفرونو زمونږ پر ژوند اغېزه نه ده کړې


د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ د خپل ۸ ورځني سفر په وروستۍ ورځ د عربي متحده اماراتو له چارواکو سره لیدلي او خبرې یې پر افغانستان ورټولې وې.

وېسټ د ډسمبر په اتمه عربي متحده اماراتو ته رسېدلی او د دغه هېواد له چارواکو سره‌یې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي د ډسمبر په اتمه په یو ټوېټ کې ویلي چې د عربي متحده اماراتو له چارواکو سره‌یې د افغانانو د بنسټیزو حقونو د ساتنې، اقتصادي ثبات، د تروریستي ګواښونو د بیا راڅرګندېدو پر وړاندې د ساتنې او د قوي مبارزې لپاره بحثونه کړي.

هغه په ټوېټ کې ویلي: "متحده عربي امارات د افغانستان په مسئله کې مهم رول لوبولی شي، دغه هېواد په ډیپلوماسۍ کې فعال دی، د اوږدې مودې لپاره د افغان سوداګریو مرکز دی چې د اقتصاد وده غواړي او د ډېری نفوذ لرونکو ټولنو سره مهمې اړیکې لري. موږ به د متحده عربي اماراتو سره په افغانستان کې د ګډو لومړیتوبونو په اړه حیاتي همغږۍ ته دوام ورکړو، ښوونځیو ته د نجونو د بېرته ستنېدو څخه نیولې تر هغو هڅوونکو پالیسیو پورې چې پانګونه راجلبوي."

وېسټ له دې وړاندې په هند او چاپان کې هم د دغه هېوادونو له چارواکو سره په افغانستان کې د مېرمنو پر وړاندې محدیتونو او ورسره د افغان مېرمنو او نجونو د تعلیم په اړه هم خبرې کړې وې.

خو په افغانستان کې یو شمېر مېرمنې چې اوس د طالبانو د واکمنۍ لاندې ژوند کوي وايي چې دغه سفرونو او ناستو یې پر ژوند کوم مثبت اغېز نه دی کړی.

دغه مېرمن چې د لوګر ولایت اوسېدونکي ده وايي، د افغان مېرمنو او نجونو مسایل د نړیوالو هېوادونو د ناستو د سر موضوع ده، خو تر اوسه‌یې په اړه داسې پایلې نه‌دي راڅرګندې شوي چې اغېز یې مسقیم په دغې برخې وي.

نوموړې چې د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم‌یې په راپور کې واخیستل ازادي راډيو ته وویل: "تر اوسه چې کومې ناستې د نړۍ په هېوادونو کې د افغان مېرمنو په اړه شوې دي او دوی داسې انګېري چې افغان مېرمنو ته د دوی حق ورکړل شي، خو کوم خاص تغییر تر اوسه نه‌ګورم، د دې لپاره چې زه په افغانستان کې اوس هم ژوند کوم او عملاً کار کوم، زموږ په ژوند کې تر اوسه پورې کوم مثبت تغییر نه‌دی راغلی."

دغه مېرمن وايي، دا یوازې د دې خبره نه‌د، بلکې په افغانستان کې ډېری مېرمنې له دې سخت حالت سره مخ دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ د روانې میلادي میاشتې په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې یو شمېر هېوادونو جاپان، هندوستان او عربي متحده اماراتو ته اته ورځنی سفر پیلوي.

وېسټ اماراتو ته په خپل سفر کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي، د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد او یو شمېر نورو افغان سیاسیونو سره لیدنې او خبرې کړې دي.


نوموړي ویلي و چې په دغه سفر کې به د یادو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي چې د سفرونو دا لړۍ یې پای ته ورسېده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG