د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

توماس وېسټ: د افغانستان په اړه به تاجکستان سره سلا مشورې دوام ولري


د تاجکستان بيرغ
د تاجکستان بيرغ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي، هېواد یې له تاجکستان سره په افغانستان کې د یوه سوله ییز سیاسي بهیر په اړه همکاري لري.

توماس ویسټ وایي، د افغانستان د ښې راتلونکې په تړاو به یې له تاجکستان سره سلا مشورې دوام پیدا کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي، دوشنبې ته یې د سفر پر مهال دوه ورځې له تاجک چارواکو سره په افغانستان کې د خپلو ګډو ګټو په اړه خبرې کړي دي.

توماس ویست پرون پنجشنبه ویلي چې د دغه سفر پر مهال یې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان، بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین، د سرحدي ګارد له مشرتابه او نورو مهمو چارواکو سره لیده کاته کړي دي.

تاجکستان له افغانستان سره ۱۳۵۷ کیلو متره اوږده او تر ډېره غرنۍ پوله لري.

توماس ویسټ ویلي، تاجکستان له دې پولې خپل لوري ته د امنیتي ګواښونو ویره لري.

دا چې د تاجکستان اندیښنې څه دي، د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې خبریال طاهر صفروف یې په اړه وایي: "د تاجکستان حکومت تل ویره لري او دا یې ویلي چې ممکن ترهګرې ډلې چې د پولې بلې خواته فعالیت لري، دوی خواته ور واوړي، بریدونه او وارنکاري فعالیتونه وکړي. د پولې هغې غاړې ته د ترهګرو ډلو په ډله کې داعش فعاله دي او د داعش ډله کې د تاجکستان اتباع هم شته."

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ

په همدې حال کې اسوشیتیدپریس خبري اژانس ویلي، اوسمهال په افغانستان کې د تریاکو تولید د نورو هېوادونو پرتله ډېر دی او د افغانستان له تریاکو تولید شوي اتیا فیصده هیروئین د منځنۍ اسیا او پاکستان له لارې اروپا ته لېږدول کېږي.

اسوشیتیدپریس وایي، امریکا تېرو شلو کلونو کې د افغانستان دننه اته میلیارده ډالر له نشه یي توکو سره د مبارزې پر لارو چارو ولګول، خو د تریاکو تولید پرله پسې زیاتېده.

۲۰۰۲ کال کې ۳۴۰۰ ټنه تریاک افغانستان کې تولیدېدل، خو تېر کال دا اندازه دوه برابره شوې وه.

له دې ټولو اندېښنو سره سره بیا طالبان ډاډ ورکوي چې له خاورې به یې بل کوم هېواد ته هیڅ ډول ګواښ پېښ نه‌شي.

XS
SM
MD
LG