د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

یو شمېر افغان سوداګر: د صادراتو برخې ته هېڅ پام نه دی شوی


ارشیف: په کابل کې د غالیو د پلور یو دوکان
ارشیف: په کابل کې د غالیو د پلور یو دوکان

افغانستان کې ځینې سوداګر او د تولیدي شرکتونو مسوولان وايي، دوی د خپلو تولیدي محصولاتو د صادراتو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

سره له دې چې طالبانو د حکومت، اقتصادي معاونیت په تېرو اتو میاشتو کې د افغانستان د سوداګرۍ په تاریخ کې بهر ته د صادراتو کچه بې سارې بولي، خو د تولیدي شرکتونو یو شمېر مسوولان شکایت کوي چې بهر ته د دوی د تولیداتو د صادراتو برخې ته هېڅ پام نه دی شوی.

ثریا دقیق چې په هرات کې د زعفرانو تولید د یوه شرکت مسووله ده وايي، هغه ښځې چې 'د زعفرانو کارو ښځو ټولنې' تر چتر لاندې کار کوي، د صادراتو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

اغلې دقیق چې تازه د دې ټولنې د مشرې په توګه ټاکل شوې، ازادي راډيو ته وویل: "په ټولنه کې شاوخوا ٢٥٠ زعفران کارې ښځې کار کوي چې زعفران یې له هېڅ لارې نه پېرل کېږي او نه هم صادرېږي. تر دې دمه هېڅ یوې موسسې او حکومت ورته د صادرولو زمینه نه ده برابره کړې."

مېرمن دقیق وویل، د زعفرانو برخه کې بوختې مېرمنې د مجبوریت له مخې خپل محصولات، د بهر په پرتله په ټيټه بيه هېواد کې پر لويو شرکتونو پلوري چې ډېره کمه ګټه ترلاسه کوي.

عبدالرزاق پارسا په فاریاب کې د 'میمنه ګلیم لاسي صنایعو' شرکت مسوول وايي، د تېر کال په پرتله د دوی صادرات ۹۰ سلنه کم شوي دي.

هغه زیاتوي: "زموږ محصولات د ټغرونو او غالیو په برخه کې دي چې د صاداراتو په برخه کې ۹۰ سلنه کموالی راغلی، یوازې لس سلنه صادرات د خلکو اړتیاوې نه پوره کوي."

د افغانستان صنعتکارانو ټولنه هم وايي، دا مهال بانکي ستونزې او په نندارتونونو کې د سوداګرو نه ګډون او د ویزو په ورکړه کې د خنډونو له امله سوداګر او تولیدي شرکتونه له ستونزو سره مخ دي.

د دې ټولنې مشر عبدالجبار صافي ازادۍ راډيو ته وويل: "دننه ډېرې ستونزې نه شته، خو بهرنۍ برخه کې د نندارتونونو او ویزو په برخه کې ستونزې شته چې سوداګر ورته نه شي تللای او په بانکي سکتور کې چې کله موږ صادرات کوو باید خپلې پیسې د حساب له لارې بېرته بانک ته ولېږدو. دا درې ستونزې شته او د صادراتو مخه نیسي."

ارشیف: په خوست کې د جلغوزو راټولولو او پروسس بهیر څخه یو انځور
ارشیف: په خوست کې د جلغوزو راټولولو او پروسس بهیر څخه یو انځور

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت اقتصادي معاونیت سږ کال بهر ته د افغاني توکو د صادراتو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

د طالبانو د حکومت د دغې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو اتو میاشتو کې له افغانستان څخه د څه باندې ۱۲۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت بېلابېل سوداګریز توکي بهر صادر شوي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد د صادراتو په برخه کې د افغان سوداګرو د اندېښنو په اړه ازادي رادیو ته وویل: "د صادراتو او وارداتو، ویزو تر لاسه کولو او په نندارتونونو کې د ګډون په برخه کې که زموږ سوداګر ستونزې لري، دوی د وزارت ته مراجعه وکړي، موږ به ورته مکتوب ورکړو، ستونزې به یې حل شي."

د فابریکو خاوندان او د تولیدي شرکتونو مسوولان ټینګار کوي، که د خپلو تولیدي توکو بهر ته صادراتو ته پاملرنه ونه شي، د تولیداتو په برخه کې به هم له ستونزو سره مخ شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG