د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

چین ته د افغانستان د جلغوزیو صادرات بېرته پیل شول


ارشیف: د افغانستان جلغوزي
ارشیف: د افغانستان جلغوزي

له یوې اوږدې مودې وروسته چین سره د هوايي دهلیز بيا پيل او له دې لارې د جلغوزیو یا ځڼغوزیو صادرات پیل شول.

له افغانستانه د هوايي دهليز له لارې چين ته ٢٠ ټنه ځنغوزي صادر شول.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دا بهیر به دوام وکړي.

د طالبانو حکومت د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دوشنبې په ورځ د کابل په هوايي ډګر کې په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل، هوايي دهلیز د افغانستان او چین د سوداګریزو اړیکو په پیاوړي کولو کې مهم رول لري.

هغه وویل: "څنګه چې هوايي دهلیزونه د نړۍ بازارونو ته د افغانستان د تولیداتو په رسولو کې حیاتي رول لري، نو د افغانستان او چین ترمنځ دا هوايي دهلیز به د دواړو هېوادونو اړیکې او د ځڼغوزیو تولید او پروسس لا پیاوړي کړي."

ملا عبدالغني برادر
ملا عبدالغني برادر

برادر په دې ناسته کې افغان سوداګرو ته د نورو اسانتیاوو د برابرولو په اړه هم خبرې وکړې.

چین ته د هوايي دهلیز له لارې د ځڼغوزیو صادرات له یوې اوږدې مودې وروسته پيل شول.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو پر بنسټ د طالبانو له واکمنېدو وروسته یوازې یو ځل د کام ایر شرکت له لارې چين ته ځڼغوزي صادر شوي دي.

په ورته وخت کې د تازه او وچې مېوو یو شمېر سوداګر که څه هم له چین سره د هوايي دهلېز د پرانیستې هرکلی کوي، خو وايي چې د نورو مېوو د صادراتو لپاره هم باید ورته هوايي دهلېزونه جوړ شي.

د دې سوداګرو له ډلې فتانې بیات ازادي راډيو ته وویل: "دا یو ښه زېری دی، خو هیله من یوو چې موږ یوازې ځڼغوزیو ته کار ونه کړو، که چېرې په نورو برخو او له نورو هېوادونو سره هوايي دهلیزونه جوړ شي، د سوداګرو ستونزه به حل شي."

نوموړى ټينګار کوي چې حکومت باید سوداګرو ته یوه سب سايډ‌ي هم په پام کې ونیسي.

چين ته د هوايي دهليز له لارې د ځنغوزيو صادات په تېر جهوري نظام کې پيل شول.

د جلغوزیو ترڅنګ نور هېوادونو ته هم د هوايي دهليزونو له لارې وچه مېوه او د افغانستان نور توليدوي توکې انتقالېدل او سـوداګرو ته سب سايډي هم ورکول کېده.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ چين سره د هوايي دهلیز له لارې د ځڼغوزیو صادرات د دواړو هېوادونو د سوداګریو خونو، د چین د حکومت او د کام ایر شرکت ترمنځ د شوي تړون پر بنسټ د دوبۍ له لارې چین ته انتقالېږي.

د دې وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي، افغانستان په کلني ډول چین ته له ۴ تر ۸ زره ټنه جلغوزي صادروي.

XS
SM
MD
LG