د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

د دایکندي پېښې په اړه ضد او نقیض څرګندونې شوي


د افغانستان په عمومي نقشه کې د دایکندي موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د دایکندي موقعیت

د دایکندي د مرکز نیلي اړوند په سِیوَک شیبر سیمه کې د جمعې ورځې پېښې په اړه بېلابېل روایتونه کېږي.

یو ځل بیا پر طالبانو د ملکیانو د وژلو تور او د طالبانو غبرګون!

بېلابېلو رسنیو په سیمه کې د ملکي خلکو له‌ قوله راپور ورکړی چې طالبانو د دایکندي مرکز نیلي ته نږدې په سِیوَک شیبر سیمه کې په ملکیانو برید کړی ۱۱ تنه یې وژلي، ۶ یې ټپیان کړي او ۶ یې ژوندي له ځان سره وړي.

هغه ادعا چې طالبانو رد کړې ده.

خو د همدې پېښې د قربانیانو د کورنیو له ډلې د فرخندي اکبري په نوم یوې نجلۍ په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د کاکا او نورو نږدې خپلوانو له ډلې یې ۹ تنه طالبانو د ځمکې په سر د شخړې له امله وژلي.

دې ویلي، وژل شویو کې ۴ ماشومان او دوه ښځې دي او دې شخړې ته له وړاندې د طالبانو سیمه‌ییزو ملېشو زمینه برابره کړې وه.

د پېښې په اړه یو بل تن چې غږ یې په ټولنیزو رسنیو او د خبریالانو په ګروپونو کې خپور شوی، ادعا کوي چې طالبانو د مقاومت جبهې سره د تړاو په تور د دوو کورنیو ۱۴ تنه وژلي چې دی هم وايي، وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شته.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د پېښې په سیمه کې د وژل شویو کورنیو او خپله د سیمې له خلکو سره اړیکه ونیسي، خو بریالی نه‌شو.

هاغاړه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دې پېښې په اړه ویلي، په دایکندي کې یې د دوی له قوله، د باغیانو یوه ډله ځپلې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور رسنیو ته استول پیغام کې ادعا کړې چې د دوی ځواکونو د دایکندي ولایت مرکز اړوند سیوک شیبر سیمه کې په یوه کور کې د مسلح کسانو د شتون را پورونه تر لاسه کړي وو.

دی زیاتوي، دوی دوه ځلې یادو کسانو ته د سیمي سپين ږیږي ور ولېږل چې مسلح کسان باید خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او د بغاوت هڅه و نه‌کړي، خو د دوی دا غوښتنه و نه منل شوه او د دوی ځواکونه مجبور شول چې هلته داخل شي.

هغه وویل: "په دې جریان کې یو امنیتي سرتېری شهید او ۲ نور ټپیان شول. بیا امنیتي ځواکونو هم متقابل برید وکړ چې له امله يې ۹ تنه مسلح کسان ووژل شول او د یوې ښځې په ګډون چې همدلته اوسېده، ۴ تنه په متقابلو ډزو کې ټپيان شول."

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، وژل شوي کسان ټول مسلح وو او د ده له قوله، د بغاوت هڅه یې کوله.

عبدالنافع ټکور دا خبره هم ردوی چې ګنې په دې پېښه کې ماشومان او ښځو ته زیان اوښتی وي.

دا لومړی ځل نه‌دی چې طالبان د ملکیانو په وژنه تورنېږي، بلکې له دې وړاندې مستند راپورونه خپاره شوي چې طالبانو د مخکني جمهوري نظام سرتېري، دولتي کارکوونکي او یو شمېر ملکیان په نښه کړي.

موده وړاندې په پنجشېر د یوه ملکي وګړي ویډیو هم خپره شوه چې طالبان یې په ډزو ولي، دا پېښه طالبانو هم تایید کړه او د څېړنې خبره یې وکړه، خو تر ننه یې د څېړنو جزییات معلوم نه‌شول.

د طالبانو ځواکونو همدا ډول په کونړ، کابل، کندهار او ننګرهار کې په چېک پواینټونو کې هم په ملکي خلکو ډزې کړي چې مرګ ژوبله یې درلوده، خو د دې پېښو د څېړنو جزییات هم د تېر په څېر نا معلومه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG